Homeخبرونهانس حقاني: دیني عالمان به د نجونو د ښوونځیو په اړه غونډه...

انس حقاني: دیني عالمان به د نجونو د ښوونځیو په اړه غونډه وکړي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۴ مه) د طالبانو یو منځلاري مشر انس حقاني وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به دیني عالمان غونډه وکړي او د نجونو د لېسو د پرانیستلو په اړه به پرېکړه وکړي.

انس حقاني، چې د اختر لپاره خوست ولایت ته تللی و، په یوه غونډه کې نن (چهارشنبه) وویل:«په لنډو ورځو کې به د دیني عالمانو غونډه جوړه شي او هغه ستونزې به پکې حل شي چې د نجونو د ښوونځیو په اړه شته.»

د انس حقاني په شمول ګڼ شمېر طالبان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو پلویان دي خو یو شمېر دودیز او زوړپال ملایان، چې ویل کېږي د طالبانو د لوی مشر په شاوخوا کې راټول دي، د نجونو له ښوونځیو او کار سره کلک مخالفت کوي.

انس حقاني، چې په خوست کې يې د ځوانانو او مدني فعالانو یوې غونډې ته خبرې کولې، وویل، د نجونو زده کړه د افغانانو ګډه غوښتنه ده او په نژدې راتلونکې کې به په ټول افغانستان کې له اووم ټولګي څخه د پورته نجونو په مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

ده وویل:«هېڅوک باید دا فکر ونه کړي چې یو مشروع کار د اسلامي نظام له لوري بندیږي او یا به ښځې او نجونې چې د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره تعلیم کوي، هغوی به تعلیم ته نه پرېښودل کیږي.»

د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل سبب شوي چې د دوی په اړه د افغانانو او نړیوالو نظر، چې څه نا څه نرم شوی و، بېرته منفي شي.

د طالبانو په منځ کې سختدریځي هر څه موده وروسته یوه داسې پرېکړه کوي چې د دې ډلې د حکومت په اړه د منفي نظرونو له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

طالبانو د تېر کال په اګست کې د نجونو د ښوونځوی له بندولو وروسته ژمنه کړې وه چې په نوي لمریز کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي خو د سختدریځو ملایانو د ټینګار له کبله یې پر خپله ژمنه عمل ونه کړای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...