Homeخبرونهيو افغان کډوال ته ۴۰۰ ايرو او د ۵ میاشتو بند سزا...

يو افغان کډوال ته ۴۰۰ ايرو او د ۵ میاشتو بند سزا واورول شوه

په اروپا کې یو افغان کډوال په دې خاطر چې د بيلجيم په مېنن ښار کې د پناه غوښتنې په یوه کمپ کې يوه ښځينه کارکونکې د غصې په حالت کې له ستوني ونيوله، چې دې عمل افغان کډوال ته بلاخره د محکمې له لوري د ۵ میاشتو بند او ۴۰۰ ایرو د جريمې سزا واورول شوه.

ويل کېږي، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوې، چې یاد افغان کډوال د غرمې ډوډۍ لپاره يو خوړنځای ته ورځي، ګوري چې په خوړنځای کې ډوډۍ خلاصه شوې ده.
د خوړنځای ټولنیزې مرستیالې ورته ویلي، دا چې اوس د خوراک لپاره څه نلرو، تاسې مو پیسې واخلئ او له بهر څخه خواړه را ونیسئ.
دا چاره د افغان کډوال غوسه راپاروي او له لفظي شخړې وروسته په قهرېدلي حالت کې د کمپ ټولنیزه مرستیاله له ستوني نيسي، دا وخت د خوړنځای بله ټولنیزه مرستیاله راځي او له افغان کډوال میرمن ژغوري.

په اروپايي هېوادونو کې له ستوني څخه نيول په دې مانا، چې برید کوونکی غواړي، هغه ووژني.

د خوړنځي ټولنیزه مرستیاله له دې پېښې وروسته ډارېدلې او له خپلې دندې يې استعفا ورکړې. بيا تللې او په محکمه کې یې د قاضي پر وړاندې تېره ورځ ويلي، چې دې پېښې زما ټول خوب تښتولی.
محکمې له دې عارضې وروسته ياد افغان کډوال ته پورته سزا اورولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...