شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهازبکستان له افغانستان سره په پوله کې د نښتې خبرونه رد کړل

ازبکستان له افغانستان سره په پوله کې د نښتې خبرونه رد کړل

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۴ مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) له افغانستان سره په پوله کې د وسله والې نښتې د پېښېدو د ادعا په اړه راپورونه رد کړل.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان سره د ازبکستان په پوله کې وضعیت ارام دی او پوله د معمول په شان خوندي ده.

د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په ټولنیزو شبکو کې د افغان سرچینو پر اساس خبرونه خپاره شوي چې ګواکي نن (چهارشنبه/ د مې ۴ مه) د افغانستان – ازبکستان په ګډه پوله کې مرګونې نښته شوې ده خو دا خبرونه هیڅ حقیقت نه لري.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد هم دا راپورونه رد کړل او هغه یې جعلي وبلل.

تر دې وړاندې د حمل په وروستیو کې هم ادعا شوې وه چې داعش سختدریځې ډلې د افغانستان له خاورې پر ازبکستان راکټي بریدونه کړي خو دا ادعا هم ازبکستان او هم طالبانو رد کړه.

وروسته په داعش پورې اړوند اعماق اژانس یوه ویدیو او تصویرونه خپاره کړل چې ګنې د دې ډلې غړي د افغانستان له خاورې پر ازبکستان راکټي بریدونه کوي. خو په تصویرونو او ویدیو کې دا نه څرګندېږي چې برید له کوم ځایه کېږي او هدف یې کوم لوری دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب