شنبه, مې 18, 2024
Home+د ټويټر نوی خاوند: له منفي تبصرو کرکه لرم

د ټويټر نوی خاوند: له منفي تبصرو کرکه لرم

د ټويټر ټولنیزې شبکې نوی خاوند ايلن ماسک وايي: منفي تبصرې نه خوښوم، دا را باندې بد اغېز کوي.

ايلن ماسک چې د تازه يې ټويټر شبکه وپيرله، میلیاردر او په امریکا کې د ‘ټیسلا الکتريک يا د برېښنايي’ موټرو د شرکت مالک هم دی.
ماسک وړمه ورځ په يو پروګرام کې برخه اخیستې وه، چې هلته له رسنوالو سره مخامخ شو. ښاغلي ماسک په دې پروګرام کې د ټويټر په اړه د خپلې تبصرې پر مهال وويل:
د خپلو مخالفینو د منفي تبصرو څخه په تنګ يم، وخت نا وخت را باندې بد اغېز کوي، دا چاره زما احساسات را پاروي.

هغه دا هم وویل: د منفي تبصرو له امله مې کار د ښه والي په پار نه، بلکې ډېری وخت د کومې بلې موخې لپاره ترې ناوړه ګټه اخيستل کېږي.

ايلون ماسک زياته کړه: نيت مهم دی او له ښه مرغه چې زما نيت هر وخت ښه وي.

د ټویټر دې نوي مالک د ټويټر د راتلونکي په اړه وويل: غواړم ټویټر په راتلونکي کې ښه مخته تګ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب