جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه ۱۰ ولایتونو کې سېلونو لږترلږه ۲۰ تنه مړه کړي

په ۱۰ ولایتونو کې سېلونو لږترلږه ۲۰ تنه مړه کړي

تاند(چهارشنبه، د ثور۱۴ مه) له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د هیواد په لسو ولایتونو کې د سیلونو له کبله شاوخوا ۲۰ تنه مړه شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا د سیلونو له کبله لږترلږه ۲ تنه بې درکه شوي او ډېر مالي تاوانونه هم پېښ شوي دي.

د پروان ولایت په شینواري ولسوالي کې ۳ ماشومان مړه شوي او ۳ نور ژوبل دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«زموږ لومړني معلومات ښيي چې تراوسه له ۱۸ تر ۲۰ کسانو پورې شهیدان شوي، ۳۰ تنه ژوبل شوي او ۲ تنه لا بې درکه دي.»

ده همداراز ویلي چې کابو ۱۰۰ څاري مړه شوي، سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه شوې ده.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې څو ورځې مخکې د هیواد په ۲۷ ولایتونو کې د ورښتونو او په نتیجه کې یې د سیلونو د بهېدو وړاندوینه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...