دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد اسلام کلا بندر پر ګمرک په برید کې لږترلږه ۳ تنه...

د اسلام کلا بندر پر ګمرک په برید کې لږترلږه ۳ تنه ووژل شول

تاند(یکشنبه، د قوس ۱۶) د هرات ولایت د اسلام کلا بندر پر ګمرک د شنبې په ورځ په وسله وال برید کې ۳ تنه ووژل شول.

د هرات د پولیسو ویندوی عبدالاحد ولیزاده وویل، په دې برید کې دوه امنیتي ځواکونه او یو ملکي وژل شوي دي.

د ده په وینا، وسله والو حمله کوونکو د ګمرک پر دفتر ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دا درې تنه ووژل شول.

که څه هم تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي باور لري چې دا برید طالبانو کړی ځکه چې دا ډله فکر کوي په افغانستان کې پر هر دفتر او هرې ودانۍ حمله روا ده.

د پولیسو چارواکي وايي چې د ګمرک د ودانۍ لپاره یې ډېر ځواکونه نه وو ګومارلي ځکه فکر یې نه کاوه چې د دولت وسله وال مخالفان به پر یوه غیرنظامي هدف داسې بې درېغه برید کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب