تاند- ډریو بینسکي، چې یو سیلانی دی، هغه مهال د کابل په یوه واټ کې حیران شو چې یو بوډا عکاس حاجي میرزمان یې ولید چې ۶۵ کاله یې له دې کامرې سره کار کړی دی.
Play
دا کامره ۱۰۰ کاله پخوانۍ ده.
بینسکي وايي چې میرزمان خپل کور ته دعوت کړ او هلته یې د ده عکس واخیست.
بینسکي د حاجي زمان کمره ولیده چې څنګه عکس اخلي او په څه ډول عکس چاپوي.
حاجي زمان وايي ښايي په افغانستان کې دا ډول کامرې ډېرې پاتې نه وي او دا یوه وروستنۍ وي.