جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهايران د داعش خلاف د ط-انو له هڅو نا خوښي وښوده

ايران د داعش خلاف د ط-انو له هڅو نا خوښي وښوده

تاند:(سې شنبه ،د عقرب درېيمه)‏‌ د ایران د حکومت رسمي خبري اژانس ( ايرنا) په یوه تبصره کې د داعش ډلې پر وړاندې د طالبانو د حاکمې ادارې له هڅو ناخوښي ښودلې ده.

دغه اژانس د طالبانو له ادارې غوښتي، چې له « سیاسي درایت» څخه په کار اخيستو او پر وخت اقداماتو سره دې د « افغانانو او سیمه ییزو هېوادونو د غوښتنې مطابق» د داعش ډلې د بشپړ ځپلو لپاره جدي ګامونه واخلي.

د ايران د حکومت رسمي خبري اژانس په ورته وخت کې د طالبانو له ادارې غواړي، چې په دې برخه کې « د سیمې له ظرفيتونو» هم مرسته واخلي.

ایراني رسنۍ په مشخص ډول د خپل هېواد یادونه نه ده کړې، خو مخکې ېې ځینو چارواکو په دې برخه کې د طالبانو ادارې سره مرستې ته چمتووالی ښودلی و.

د طالبانو ادارې د ایران د یاد شوي خبري اژانس تبصرې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په وروستيو ورځو کې ېې په کابل او تخار کې د داعش ډلې د څو پټنځايونو د ځپلو او يو شمېر مهمو کسانو د وژلو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب