Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کابل سیلو عوايد دوه چنده شوي

د کابل سیلو عوايد دوه چنده شوي

تاند:(سې شنبه ،د عقرب درېيمه)‏‌ د کابل سیلو دولتي شرکت لپاره د طالبانو مسوولینو د تېر کال په پرتله د دغه شرکت د عوايدو د دوه چنده کيدو خبر ورکړی.

 د دغه شرکت طالب رئیس مولوي نصرالله منصور وویل چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان سیلوګانو ته دومره پاملره نه وه شوې، خو د طالبانو په راتګ سره سیلوګانې بېرته فعالې شوې.

هغه زیاته کړه:« تېر کال کې د کابل سیلو دولتي شرکت عواید ۳۳ میلیونه افغانۍ وو، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته (د روان کال تر تلې میاشتې) دغه شرکت ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.»

د منصور په وینا، ټاکل شوې ده چې د همدې کال تر پای پورې دغه عواید ۲۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شي.

د کابل سیلو دولتي شرکت رئیس، له دولتي ارګانونو او ادارو څخه وغوښتل چې د دولتي عوایدو د زیاتوالي او په خپلو پښو د هېواد د سیلوګانو د درېدو لپاره دې له دغه شرکت سره همکاري او قرارداد وکړي.

د چارواکو په وینا، اوسمهال دغه شرکت د کورنیو چارو له وزارت او د کابل او پولي تخنیک له پوهنتونونو سره د قراردادونو له مخې ډوډۍ استوي.

د یادونې وړ ده چې د کابل سیلو دولتي شرکت په ۱۳۳۵ لمریز کال تاسیس شو او اوسمهال په کې شاوخوا ۴۰۰ کسان په کار بوخت دي. دغه شرکت (د غنمو د زېرمو کولو، د اوړو د تولید او د ډوډۍ، ناشتا، کیک، روټ کلچې … د پخولو او وېشلو) په برخو کې فعالیت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...