جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهط-ان د ځينو واټونو او څلور لارو نومونه بدلوي

ط-ان د ځينو واټونو او څلور لارو نومونه بدلوي

تاند:(سې شنبه ،د عقرب درېيمه)‏‌ تاند ته رسیدلي معلومات څرګندوي، چې د طالبانو حاکمې ادارې په پلازمېنه کابل او مختلفو ولايتونو کې د ځينو واټونو د نومونو پر بدلولو کار کوي.

په دې اړه د هڅو پیل د طالبانو د راټوکېدو له سیمې کندهار ولايت څخه شوی او د اطلاعاتو او کلتور ځایي چارواکو ېې د مختلفو ادارو مسوولينو سره غونډه کړې.

‏د کندهار د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رئيس مولوي نور احمد سعيد ويلي:« په دې غونډه کې د ځينو هغو واټونو او چوکونو د نومونو پر بديل خبرې وشوې، چي نومان یې مناسب نه دي.»

هغه دا هم ويلي، چې د کندهار په کچه د واټونو او څلور لارو نوي نومونه ېې هم انتخاب کړي، چې د طالبانو د ولایتي ادارې له تایید وروسته به اعلان شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوې سرچينې تاند ته وويل، چې دغه لړۍ به د ټول هېواد په کچه تر سره او تر ډېره د جمهوري نظام د مهمو څېرو په نوم نومول شوو واټونو او څلور لارو ته به نوي نومونه وټاکل شي.

معلومه نه ده، چې طالبان به د دوی په اصطلاح « مناسب» او « نا مناسب» نومونه څنګه سره جلا کوي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان د قول اردو ګانو، يو شمېر هوايي ډګرونو او مهمو تعلیمي مرکزونو نومونه هم بدل شوي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبان لېواله دي چې په نوو نومونو کې واټونه او څلور لاري د خپلو وژل شویو مشرانو، قومندانانو او مشهورو ځانمرګو بريدګرو په نومونو ونوموي.

د طالبانو ځینې مخکيني نومونې، په خاص ډول د قول اردو ګانو د نومونو بدلون، چې نږه پښتو پوځي اصطلاحات پکې په عربي نومونو بدل شوي وو، د ځينو فرهنګي منتقدانو له مخالفت سره مخ شوی و.

منتقدانو استدلال کاوه، چې اړوند طالب چارواکي خو یا د قول اردو ګانو د پخوانيو نومونو په ماناوو سم نه پوهیدل او یا به یې په لوی لاس د پښتو ژبې پر وړاندې حساسيت و.

د طالبانو وياندويانو په رسمي ډول د واټونو او څلور لارو د نوو نومونو د پلان جزیات نه دي په ډاګه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب