سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د افغان وسلو او تجهيزاتو لېږد توند غبرګونونه پارولي

پاکستان ته د افغان وسلو او تجهيزاتو لېږد توند غبرګونونه پارولي

تاند:( جمعه، د قوس پینځمه)‏‏ په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو هغو عکسونو ته توند غبرګون ښودلی، چې ويل کيږي پاکستان ته له افغانستان څخه د وسلو او پوځي تجهيزاتو د قاچاق اړوند دي.

خلکو له طالبانو غوښتي، چې د دغه قاچاق مخنيوی وکړي او عاملان يې افشا او په سزا ورسوي.

افغان ليکوال عصمت قانع دغه وضعيت ته په اشارې ليکلي:(( ‏دا هر m4 يې پرافغانستان په پنځه زره ډالره حساب کړى دى . داهرټانګ پر موږ ترخپلې اصلي بيې څلور چنده زيات قيمت بها حساب شوى ده
ستا دي ملا ماته شي په ناچله کرنسي يې خرڅوي او بله ورځ چې دې اړتيا ورته پيدا شي نو وايې به هاى تشه لاسه ته مي دښمن يې. تش لاس نه ستا خرڅ شوى ضمير دي دښمن دى)).

بل ليکوال بهيج عثماني لیکلي:((يو وخت يې هغو پخوانيو ټوپکمارو ته سټنګر توغوندي ورکړل. د افغان هوايي پوځ الوتکې يې ورباندې راغورځولې. چې هدف يې ترلاسه کړ دغه توغوندي يې پر شل شل زره ډالر بېرته ترې وپېرل.
اوس هماغه کيسه ده. په دې پلمه چې د ترهگرو لاس ته ونه لوېږي دا د پينځه‌اتيا ميلياردو ډالرو وسلې به اوس پاکستان ته په مفته کې ورکول کېږي او ملاجان ته به څو شين‌غوږي لوټونه او يو څو لارۍ غنم، وريژې او کمپلې ورسېږي.
ما او تا ته به آيتونه، حديثونه او د آزادۍ سريندې غږوي خو پښې به مو د تل لپاره پاکستان ته په زنځيرونو تړي. يوازې ننداره کوئ. وخت به مو په ډېرو څيزونو پوه کړي خو څه به کولای نشئ.))

د تېرې ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي هم په دې اړه غبرګون ښودلی او لیکلي:((‏پکتیکا M4 : د بیت المال چور ، د وسلې وړل پاکستان ته خرڅلاو یې بدون د قانوني مجوزو د شخص او د دوي سره د شریکانو په وطنفروشي دلالت کوي د ااا غوښتنه کوم چې عاجل دغه شخص پیدا او تر لوړو مقاماتو یې د شریکانو نومونه د ولس سره شریک او قانونی سزا ورکړئ.))

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي اړيکو رييس شفيع اعظم هم دا موضوع په ضمني ډول تاييد کړې او غبرګون يې ورته ښودلی دی.

نوموړي لیکلي:(( ‏د وسلې قاچاقچیان او ملګري یې را ټینګ کړئ.دې کې که په لوړه کچه څوک دخیل دي یا ټیټه کچه؛ ټول غدار دي.دا صف او دا وطن داسې خلکو ته قطعا اړتیا نلري.نن یې چې د مجاهد سلاح په پردو وپلورله سبا ټول ملت، شهیدانو ارمانونه او بلاخره د مور وطن پړونی هم پلوري.دا صف تصفیه کول غواړي!)).

څه موده مخکې د پاکستان ډاون ورځپاڼې په يوه راپور کې وويل چې پاکستان به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پاتې وسلې او تجهيزات وپیري.

سرچينې زياته کړې وه، چې طالبان پيسو ته اړتيا لري او له دې کبله به دغه وسلې او تجهيزات وپلوري.

د طالبانو حکومت بيا د دغه راپور په غبرګون کې ويلي وو، چې دوی د وسلو او تجهيزاتو د پلورلو پلان نه لري.

دوی د اوسنيو رسنيز شويو اسنادو په اړه څه نه دي ويلي.

5 COMMENTS

  1. عجب خلک یاست. تاسی فکر کوئ چې چا پټ وړی؟ نه وروره
    هره ورځ وسله روانه ده، چارواکی او مشران یی ښه ورباندی خبر دی بیغمه سه څوک یې مخه نه نیسی
    کومه پیسه چی ورکوی هغه هم افغانستان ته نه راځي همالته د پاکستان بانکو کی د همدی مشرانوحساب
    کی جمع کیږی بله ورځ ی ټس لکه د ملا منصور د میلیونو کلدارو په شان یی پاکستان تر ی اخلی اوضبطوی یی

  2. رهبر یې پښتون ټبر یې پښتون ملا دمنبر و فتواګر یې پښتون قاچاقبر یې پښتون دلال د لارو ګودر یې پښتون…. بس څه ووایم (موبین دین) دی چې د ده د سر ومال و ناموس وقار و اقتدار و شرف و اعتبار تور کونی حرامي دوښمن یې ورته ورور ګرځولی او وحشي عرب سري خييرن پښتون هم په اقرار بلسان و تصدیق به قلب منلی…

  3. هیڅ ده تشویش خبره نده طالبان افغانان او په وطن مین خلق دی.نه په چاوسلی خرڅوی اونه یی مفتی چاته وربښی. طالب ملا ټول عمرده بل دسترخوان وهلی چااوریدلی نن ملا غټ خیرات میله مهمانی کړی. داتبلیغات ده لنډغروو سیکولرانو مفصدینو او ده دوی ده ملاتړوو دی. مخکینی روسی اواو سنیی امریکایی دواړوو تیاروو توپونو افغانان وژلی. وطن اوکورکلی یی راورانکړی. ښه دی چی دا غلامه، اجیره ،مفصده اوردوو ورسره ده ملت قاتل پیلوټ، توپچی سره یی دی ټوپکه ورک شول. دوی کوم پاکستان بمبارکړی وو چی آرمان اوفخرپری وکړوو. پرون هم وطن ملت ساته نن یی هم ساتی

  4. تالبانو د شلو کلو نو د جهاد او د خرمرګیو لاسته راوړنه دا شوه چی خپل ناموس او د افغانانو ناموس په ډیره بی حیایۍ او بی شرمۍ د خپلو پاکستانی بادارانو د خوشحالړلو لپاره په هیرا منډۍ کی په ډیر افتخار وپلوری او مړ ضمیری ملاتړی يی هم په رنګارنک پلمو ددې بی ناموسۍ د فاع وکړی.

    ایا تاسو هغه معصوم ځوانان جی ددین او اسلام د سپیڅلو شعارونو له لاندی مو د خپلو شومو هدفونو د لاسه راوړلو لپاره ددې لپاره د ځانمرګیو ښکار کړل جی نه یوازی خپل ژوند يی له لاسه ورکړ بلکه ډیر نور بی ګناه افغانان يی هم له ځانه سره په بمونو والوزول.

    د ملا یعقوب هغه د نتګ غیرت خبری څه شوی چی نن يی په رڼا ورڅ ناموس په هیرا منډۍ کی لیلام کیږی او دا لا اوس هم د غیرت او پښتونولۍ او اسلامیت خبری کوی.

    زما هغه وخت ډیر ښه په یاد دی چی څو کلونه وړاندی می د تالب پلوی کوله او یو ملګری می راته وویل چی دوسته هر څه کوه خو ددې توری ارتجاع او پردی نوکرانو ملاتړ مه کوه.

    رښتیا هم د تالبانو کړنی چی په خپلو سترګو مو په تیرو څو کلو نو کی ولیدی چی دوۍ هم د اسلام او هم د پښتونولۍ او د افغان د ننګ او غیرت د ښمنان دی او واک ته رسیدل يی یوازی ددې لپاره و چی د افغانانو ناموس په هیرا منډۍ وپلوری او د خپلو بادار نو نه د وفادارۍ سرتیفیکټونه تر لاسه کړی.

    ټول په هیواد مین افغانان باید د تالبانو د بی ناموسۍ دا ډول کړنی رسواکړی او د مخنیوی لپاره يی چی هرڅه کولی شی پکار ړاچوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب