سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد مسکو فارمټ غونډه؛ روسیې بیا طالبانو ته د رسمیت پېژندلو شرطونه...

د مسکو فارمټ غونډه؛ روسیې بیا طالبانو ته د رسمیت پېژندلو شرطونه وړاندې کړل

تاند (جمعه، د میزان ۷ مه) د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ له شپږمې نننۍ غونډې سره هم مهاله، روسي چارواکو په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم ته د په رسمیت پېژندلو شرطونه په ډاګه کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو فارمټ دغه غونډه یوه سیاسي ډیالوګ ته ورته بللې او ټینګار یې کړی چې طالب استازي باید له قومي او سیاسي پلوه د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو ډاډ ورکړي. 

تاس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي کابلوف په حواله ویلي، که طالبان د ټول شموله حکومت د جوړېدو په تړاو د نړیوالو غوښتنې ځواب کړي، ممکن روسیه یې په رسمیت وپیژني. 

کابلوف دغه څرګندونې د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې له جوړېدو یوه ورځ وړاندې کړي او زیاته کړې ده چې د مسکو فارمټ دغې غونډه کې به کوم امریکایي استازی د ګډونوال یا څارونکي په توګه ونډه ونه لري. 

په یاده غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو د روسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر له نوموړي سره لیدنه نه لري.

طالبانو تر دې مخکې خپل رژیم ټول شموله ګڼلی او ویلي، چې د ټولو افغانانو حقونه یې تامین کړي دي.

دوی په افغانستان کې د حکومت د څرنګوالي په تړاو څرګندونې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې اوحساسیت یې ورسره څرګند کړی.

معلومه نه ده، چې تازه څرګندونو او نننۍ غونډې ته به په دې اړه د طالبانو د چارواکو غبرګون څه وي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب