یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهډبلیو ایف پي: یوازې ۳ میلیونه بېوزلو افغانانو سره مرسته کولی شوو

ډبلیو ایف پي: یوازې ۳ میلیونه بېوزلو افغانانو سره مرسته کولی شوو

تاند (جمعه، د میزان ۷ مه) له افغانستان سره د بشري مرستو د کمیدو په درشل کې، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې یوازې له ۳ میلیونه اړمنو افغانانو سره مرستې کولی شي.

دغه پروګرام پر خپلې اېکس شبکې لیکلي، چې په اګسټ میاشت کې یې له څه باندې ۶ میلیونو کسانو سره خوراکي او نقدي مرستې کړي، خو بودیجه یې کمه شوې او نور په دې اندازه مرستې نه شي کولی.

د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولینو دا هم ویلي، چې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي او د دې لپاره، چې په روان ژمي کې ۱۵ میلیونو نورو اړمنو افغانانو سره مرستې وکړای شي؛ یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

ویل شوي، چې د مرستو د ټولو اړمنو افغانانو شمېر تر ۲۹ میلیونو کسانو رسیږي.

د طالبانو د رژیم چارواکي د خوړو د نړیوال پروګرام او نورو نړیوالو بنسټونو د څرګندونو او ارقامو په اړه ضد و نقیضې څرګندونې کوي.

دوی ځینې وخت له نړیوالو د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه کوي، خو ځینې وخت یې له مرستندویو کارکوونکو سره د ناسم چلند او ان د هغوی د بندیانولو تر سطحې د چلند خبرونه ورکول کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) روانه اوونۍ وویل، چې روان کال یې په افغانستان کې تر ۱۱۰ زیات بشري مرستندویان بندیان شوي دي.

دغې ادارې په مشخص ډول د طالبانو لخوا د دغو کارکوونکو د بندي کیدو په اړه نه وو ویلي، خو ویل کیږي چې دغه کارکوونکي په مختلفو دلایلو د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب