جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهشېخ ندیم: زموږ حکومت بشپړ عدالت تامین کړی

شېخ ندیم: زموږ حکومت بشپړ عدالت تامین کړی

  تاند (جمعه، د میزان ۷مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شېخ ندامحمد ندیم په کندوز کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا کړې، چې پر افغانستان د دوی له بیا واکمنیدو سره بشپړ عدالت تامین شوی.

هغه له زیاتو جزییاتو پرته ویلي، چې په ټول افغانستان کې د طالبانو محکمې فعاله شوي او خلکو ته خپل حقونه ورکول کیږي.

د طالبانو تر کنټرو لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې ښاغلي ندیم د دغه سفر پر مهال د کندوز پوهنتون ځینې پروژې هم پرانیستي دي.

طالب وزیر نه دي ویلي، چې د دوی محکمو او حکومت په مشخص ډول د عدالت د تامین لپاره کوم کارونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ بېلابېل نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ د شدت خبرونه ورکوي او اندېښنه ښيي، چې د دغه وضعیت نه مدیریت به میلیونونه کسان په خوارځواکۍ او ګڼو نورو خطرناکو ستونزو اخته کړي.

له دې سره، د ناسمو شرایطو او اقتصادي ستونزو له امله هره ورځ د زرګونه افغان ځوانانو د جلاوطنه کیدو او پر مرګونو قاچاقي لارو یې د تګ راپورونه هم ورکول کیږي.

د طالبانو منتقدان د نورو مسایلو ترڅنګ له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو د نجونو محرومیت د اوسني رژیم تر ټولو ستره بې عدالتي بولي او وایي، چې طالب مشران د جنسیتي تبعیض تر ټولو لوی تمثیلونکي دي.

3 COMMENTS

  1. ته او عدالت؟
    عدالت دې په خپل ذهن کې تصور يا ترسيم کړی او که په عمل کې مو پلی کړی دی؟
    ته خو دې اول دا خپله قيافه وګوره چې دې خپل بدن ته تا څه حق ورکړی دی؟
    عدالت خو عمل غواړي او عمل مو دا دی چې نجونې او محصلينې مو دوه کاله له زده کړو محرومې کړې، نو دا عدالت شو.
    خدای پنجاب څه د غزه ځناور را استولي او پر موږ يې مسلط کړي ياست. ايا پنجاب به خپل ځان ته ستاسې په شان ناپوه او سرسخته خپلې خپل ځان ته وغواړي؟

  2. دا خلک تل په خپلو بیاناتو کی وایی ؛ موږ بشپړ عدالت تامین کړی ، رشوت او خیانت مو صفر کړی؛
    خلاصه په حسناتو او کمال کی بشپړ او په رذایلو کی صفر کاروی .
    دا ډول اظهارات هغه هم د وزیرانو په سویه ، دوه عامله لری؛ اول ـ ناپوهی ، دوهم ـ دروغ
    ځکه بشپړ عدالت د آنحضرت صلی الله علیه و سلم او خلفای راشدین او عمر ثانی
    رضی الله عنهم دور کی وو ،او هلته دروغ ،خیانت ، تحقیر او ظلم ، منافقانه عمل وو ؛ خو اوسنی
    وزیران دی رذایلو ته کورنی امور وایی
    الله رب العزت د ِ دی حکامو ته عقل او دین ورکړی .

  3. دروغ د ایمان زوال دی. دوی له حق نه سترګې پټوي اما حق د الله تعالی ج نوم دی او څوک چې له حقه سترګې پټې کړي ، له خدای تعالی نه منکر دی .
    دغو جاهلانو د اهل کار پر حق باندې خېټه اچولې او میم زرما ټوله دما د دوی شعار دی. د افغانستان د اولادونو د نیمایې برخې یعنې نجونو د تعلیم حق یې ترې اخیستی ، زمونږ وطن یې د جهالت او ماقبل التاریخ دورته روان کړی چې دې ته دوی ټول شمول وایی . د الله لعنت دې وي پردروغ وینکو او کاذبینو باندې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب