شنبه, مې 18, 2024
Homeټولنیزمصطفی کمال اتاترک| خان محمد ستانکزی

مصطفی کمال اتاترک| خان محمد ستانکزی

مصطفی کمال اتاترک چې د ۱۸۸۱ د می په ۱۹مه پيدا شوی یو ترکی فیلډ مارشال، انقلابي دولتي چارواکی، مؤلف، او د ترکیې جمهوریت مؤسس وو چې له ۱۹۲۳ څخه په ۱۹۳۸ کې تر مرګه پورې یې د ترکیې د ولسمشر په توګه کار کړی دی.

کمال اتاترک یا اتاتورک له ایډیالوجیک پلوه یو سیکولرست او ملت پال ترکی وو چې سیاستونه او تیوریانې یې د کمالېزم په نامه یادېږي.

اتاترک د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د ګالي پولي په جنګ (۱۹۱۵)کې د عثماني ترکیې د بریا له امله مشهور شو.

د عثماني امپراتورۍ له ماتې او بیا ورپسې ړنګېدلو څخه وروسته،‌ هغه د ترکیې ملي خوځښت رهبري کړ چې د فاتحو متحدینو ځواکونو تر منځ‌د ترکیې د وېش په وړاندې یې مقاومت وکړ.

کمال چې د ترکیې په اوسنۍ پلازمېنه انقره کې یې موقت حکومت جوړ کړی وو هغو ځواکونو ته ماتې ورکړه چې متحدینو د جنګ لپاره ورلېږلي ول او په دې توګه له دغه جنګ څخه چې وروسته د ترکیې د خپلواکۍ جنګ په نامه یاد شو سور مخ راووت.

وروسته هغه له کاره لوېدلې عثماني امپراتوري منحل کړه او پرځای یې د ترکیې جمهوریت تاسیس اعلان کړ.

اتاترک د ترکیې د نوي جوړ شوي جمهوریت د ولسمشر په توګه، د یوه عصري، پرمختیایي او سیکولر ملت – دولت د جوړولو لپاره پراخ سیاسي، اقتصادي، او کلتوري ریفورمونه یا اصلاحات رامنځته کړل. هغه لومړنۍ زده کړې وړیا او جبري کړې، او په ټول هېواد کې یې په زرګونو ښوونځي پرانستل او د عثماني ترکي الفبا پرځای یې د لاتیني په اساس ترکي الفبا معرفي کړل.

ترکۍ ښځو د مصطفی کمال اتاترک په واکمنۍ کې، له ډېرو لوېدیځو هېوادونو څخه مخکې، برابر مدني او سیاسي حقونه ترلاسه کړل. په ځانګړې توګه، د ۱۹۳۰ د اپریل په ۳مه په محلي انتخاباتو کې ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکول شو او څو کاله وروسته په ۱۹۳۴ کې په عمومي توګه د رایې ورکولو پوره حقونه ورکول شول چې دا کار له ډېرو لوېدیځو هېوادونه څخه مخکې وشو.

تاریخ لیکي چې، په افغانستان کې دې ته ورته ریفورمونه د غازي امان الله خان په وخت کې پیل شول خو ولس یې زغملو ته تیار نه وو او خلک د پردیو په لمسه خپل پاچا پسې راپورته شول چې په نتیجه کې یې پاچا واک پرېښود او له هېواده ووت.

د مصطفی کمال اتاترک حکومت د ترکي کولو پالیسي ترسره کړه او هڅه یې وکړه چې یو لاس او واحد ملت جوړ کړي. د ترکیې پارلمان په ۱۹۳۴ کال کې هغه ته د عصري ترکې د جوړولو په پار د اتاترک/اتاتورک یعنې د ترکانو پلار لقب ورکړ.

اتاترک د ۱۹۳۸ د نومبر په ۱۰مه په ۵۷ کلنۍ کې په دولما باهڅې ماڼۍ کې ومړ او پرځای یې د هغه د اوږدې مودې لومړی وزیر عصمت اینونو ولسمشر شو. په ۱۹۵۳ کال کې د اتاترک په قبر یو نمونوي زیارت او خواوشا ته یې د نوموړي د «سوله په وطن کې، سوله په نړۍ کې» شعار په ویاړ د سولې پارک په نامه پارک جوړ شو.

که دا لیکنه مو خوښه شوې وي شییر یې کړئ او خپل ملګري دې پاڼې ته را وبولئ چې لایک یې کړي او هره ورځ داسې عمومي معلومات ترلاسه کړي.

سرچینې: بېلابېلې انګلېسي انټرنټي سرچینې

رنګینه نړۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب