تاند:( چار شنبه ، د حمل ۳۰ ) د کندهار پوهنتون د طب له پوهنځي څخه ۱۰۶ تنه تر اوو کلنو زده کړو وروسته فارغ او د يوې غونډې په ترڅ کې يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د دغه پوهنتون د طب پوهنځي رئيس پوهنمل ډاکټر نجيب الله رحيمي وايي، د کندهار پوهنتون په طب برخه کې په ۲۵ پړاونو کې تر ۱۴ سوه تنه نارينه او ښځينه فارغ او ټولني ته وړاندې شوي.
نوموړي ويلي چي اوس مهال د کندهار طب پوهنځی د ماسټرۍ پروګرام هم لري او راتلوونکي پنځه کاله به د دوکتورا د پيل پلان هم لري.
پر کندهار پوهنتون د طالبانو واکمن مولوي اکرم شاه عاصم له فارغو ډاکټرانو غوښتنه وکړه چې په پوره اخلاص د ټولنې خدمت وکړي
د کندهار پوهنتون مسئولين وايي، اوس مهال د طب په بېلابېلو شپږ څانګو کې لسګونه محصلين په زده کړو بوخت دي او د استادانو لخوا ورته په ښه اومعياري ډول زده کړې ورکول کېږي.