Homeخبرونهملا هبت الله د زکات ټولولو بانکي حساب پرانېست

ملا هبت الله د زکات ټولولو بانکي حساب پرانېست

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۳۰ )  د طالبانو رژیم د دوی د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د افغانستان او نړۍ له ګوټ – ګوټ څخه د زکات راټولولو لپاره د ځانګړي بانکي حساب د جوړولو خبر ورکړی دی.

طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نړۍ او افغانستان مسلمانان کولای شي د يتيمانو، بې وزلو، کونډو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د ژوند د ښه والي په موخه خپل زکات د دوی له خوا جوړ شوي بانکي حساب ته ورکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوی د نا لیدل شوي مشر د دفتر مالي رئيس تر نظارت لاندې او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د اسلامي امارت د عشر او زکات د ټولولو په موخه په افغانستان بانک کې يو بانکي حساب جوړ کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ټول زکاتونه د ۸ شرعي مواردو لپاره کارول کېږي او مسلمانان کولاي شي د طالبانو له لارې ټولو اړمنو کسانو او کورنيو ته خپلې مرستې ورسوي.

د طالبانو دا کار د یو شمېر خلکو له منفي غبرګون سره مخ شوی.

دوی ویلي، چې حکومتولي په خیرات و زکات نه کیږي، طالبان باید معاصره نړۍ درک او ځانونه ورسره عیار کړي.

2 COMMENTS

  1. پیسې به هلته لیږم چې زمونږ د خوندو او مندو د تعلیم او کار حق ورکړي ، دا دله زکات ټولوي د خپلو چړیانو لپاره ! څومره سخته ده چې زمونږ خوندې او مندې ، تحصيل کونکی له زدکړې منعه شي او طبعي حقوق ترې واخستل شي ! ستا د په مور او پلار نالت شي له داسې شریعت سره د بوزې زویه !

  2. د تور پنجاب د اشغال په لومړي او دا دوهمه دوره کې دې ترهګرو سپیرو غلامانو خلک د پولې پړک ته کینول. د دې ځناورو په دوهم ځل راتګ سره بیا هم هیوادوال د فقر او نیستې سره مخامخ دي. البته دا خپله ځناورو غلامانو ش
    ښه کوناټې په کې غټ سول.
    دا سپیره خو دي الله ج نوره داسې ورک کړي چې بیا یې څوک تخم هم د کرلو لپاره پیدا نسې کړلاي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...