جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې تړون د عملي کیدو لپاره...

خلیلزاد: د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې تړون د عملي کیدو لپاره لاس په کار کیږي

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۳۰ )  له طالبانو سره د امریکا د دوحې سولې تړون مخته وړونکی زلمی خلیلزاد وایي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوترش د یاد شوي تړون د عملي کولو لپاره لاس په کار کیږي.

نوموړي ویلي، چې په دې اړه به ښاغلی ګوترش د غویي په ۱۱ مه په دوحه کې د افغانستان لپاره د مختلفو هېوادونو له ځانګړو استازو سره غونډه وکړي.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې د دوحې تړون په افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره یو ښه اساس دی او د افغانانو ترڅنګ د نړیوالو پراخ ملاتړ لري.

ملګرو ملتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا اوسني ځانګړي استازي ټام ویسټ له یو شمېر افغان سیاسي لوریو سره لیدنې کتنې زیاتې کړي.

داسې ښکاري، چې امریکا د طالبانو یو شمېر مخالفان او پخواني جنګسالاران دوی سره په واک کې شریکول غواړي.

طالبانو په دې اړه تراوسه نرمښت نه دی ښودلی.

منتقدان بیا باور لري، چې د امریکا د ګټو په محور دا ترسره کیدونکی بهیر د افغانستان په ګټه نه دی، ځکه طالبان او پخواني جنګسالاران پکې مرکزي رول لري او د افغانستان د نوي نسل او ملي فکر د مدافع خلکو رول پکې نه لیدل کیږي.

3 COMMENTS

  1. که د دوحې دتړون علمی ګامونه او تطبیق یې د امنیت شورا ته ورکړی شي نو د امیت شورا مجبوره ده چې له طالبه د ښځو د تحصیل او کار غوښتنه وکړي کوم چې طالب په هغه وخت کې تحريري او تقریری ژمنه کړې‌وه خو بیا وروسته منافق زیړ داړې طالب عملي نکړه ، نو په دې صورت کې به د امیت شورا که چیرې په توافقنامه کې لیکل شوې وعدي عملی نکړي، پرېکړه به وکړي چې د طالب رژيم نسکور کړي او دا چپه کیدل به امریکایې پیلوټاه کوي ! ژیړداړی مردار خور ملا به یا په درونو او بمونو مرداریږي او يا به خپل بادار پاکستان ته په لغړه سومبۍ منډې وهي ! خو پښتون به هم له سیاسته لرې قلابیان به اتڼ کوي !

  2. آنګور ترش است؟؟؟؟

    زه له دغو تش په نامه بی غېرته ،بی پته او بی عزته افغانانو یوه پوښتنه لرم چه که چیرې تاسو ریښتیا هم دا منۍ چه افغانستان پنجابیانو اشغال کړۍ دۍ.
    نو تاسو د (احمد شاه او ملالې مور ځامن )بیا څنګه ورته لاس په زنګانه په رنډو رنډو مړو سترګو ګورۍ او پنجابیان مو په انګړ کې غومبر وهی؟
    تاسو څوک یاست ؟
    شرم حیا پیژنۍ؟
    له تاسو خو هغه اکمل کولابۍ هم نر وو ځان خو یې په تخته کړو.

  3. د افغانستان د نوي نسل او ملي فکر د مدافع خلکو رول
    دا لا بیا څوک دی؟ همدا ویده سوی نسل دی چی امریکا به یی دافغانانو په ضد استعمال کړی. هغه پاته غله چی لا تراوسه یی دغلا توان نه وو لرلی.
    طالبان دی ژوندی وی چی دا حلال سوی چرګان پیژنی. سوکه سوکه افغانستان به جارو کړی او دا کثافات به چیرته خښ سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب