تاند: ( چارشنبه، د حمل ۳۰ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد ويلي، چې دغه سازمان به تر راتلونکو دوو اونیو د طالبانو د په رسميت پېژندلو د ارزونې لپاره غونډه جوړه کړي.
د نوموړې په وینا، یاده غونډه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ جوړه شي، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړي استازي به پکې ګډون ولري.
هغې هیله مندي ښودلې، چې د اصولو پر بنسټ په دې برخه کې پرمختګ رامنځته شي.
آمنه محمد دا هم ويلي، چې طالبان د ګاونډيو هېوادونو د اقتصادي تعامل له مخې د پياوړتيا په حال کې دي.
د نوموړې څرګندونو ته د طالبانو مخالفانو توند غبرګونونه ښودلي.
د ملي امنیت پخواني رئيس رحمت الله نبیل ویلي، چې طالبان د بشري حقونو ناقضان او د ترهګرو ملاتړي دي او د بشري حقونو د درناوي له شرط پرته په رسميت پيژندل به یې ترهګرو ته د امتياز ورکولو په مانا وي.
خپله طالبانو په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
مشوره ای میلیون داالری برای آقای رحمت الله نبیل: لطفا دهانت را ببند و حیثیتت را حفظ کن!!!!!
کوم چې ځان ته پخواني سیاسیون وایي هغوی صرف د ځان خلک دي. مکوه چې په رسمیت وپیژندل شي لږ تر لږه خلک خو به اسوده شي، پرمختک ممکن وشي او د خلکو ژوند کې به تغیر راشي. که تاسو طالب جنایتکار بلئ نو تاسو او تیره شل کلنه دوره ټوله جنایتکاره وه. په افغانستان کې پاک خلک قدرت ته نه رسیږي تر څو چې یې په وینو لاسونه لت پت نه وي. بدبختانه دا زمونږ حقیقت دی.
یو خو چې دا دي څو څلويښت کلن ناورین چارواکي یو او بل باندې د جنایتکار، ترهه ګر، د بشر د حقونو ناقضین، د هغه او دغه هیواد نوکر او جاسوس او… تورونه لګوي دوئ په خلکو باندې د ړندو او ناپوهو ګومان کوي. اوس خلکو ته هرڅه روښانه دي. اوس تاسې ټول خلکو ته معلوم یاست. فقط او فقط د ځان د ګټو او شهرت او قدرت له پاره هرڅه کولای شئ.
وروره خبریاله!
دا وایه چی اکثریت ملت ځه رقم چراغ ورښودلی ؟
ممکن د رسمیت پیژندنی پروسه د طالب د اصلاح او ژور بدلون په موخه د فشار د یوی آلی پتوګه د افغانانو د هیلو د غوټیو د غوړیدو لامل وګرځی ( که څه هم معلومه نده نړیوال استعمار کومه مَله په بغل کی پټه کړیده).
خلک به هرڅه هرڅه وایی
جانانه مه د چه منه نبۍ منمه
داسلامی امارت
په رسمیت پیژندنه خو یې د ټولې نړۍ اخلاقی فریضه ده ، دا چه مناسبات ورسره ساتل نه ساتل او ښه یا بدساتل د هر هیواد خپل کار دۍ.
دا چه نړۍ دومره لویدلی او ړنده ده چه اسلامی امارت نه وینی ګناه د چا ده؟؟
لږ راویښ شۍ سترګې مو وموخۍ……..
نه امریکا نه غرب هومره ملامت دی لکه څومره چی همدا جمبوری غله دی. همدا غله هغوی ته درواغ وایی او سینی چیری وی چی په مونږ هسی ظلمونه روا دی. په خوله مسلمان دی خو په زړه ترکافر غټ کافر دی چی غربی بشری حقوق غواړی او که نه نو ټول افغانان دی خوار او مړه سی. هغه چی د نه رسمیت غوښتنی کوی هغوی دافغانستان ملت سره کینه لری.
هغوی دومره له عقله جلا خلک دی چی اوس هم فکر کوی نړیوال اشغالګران اوس هم په افغانستان کی حضور لری او دترهګرو سره جنګ کوی. خبر ندی دترهګری جنګ ختم سو او اوس دروسیی او چین سره جنګ دی.
زه خو وایم طالبان دی همدا بندیزونه نور هم زیات کړی. هر هغه چی دبشری حقونو خوله چوله کوی هغه دی دملی خیانت په جرم ونیسی او محاکمه کړی. اوس مالومه سوه چی غربیان په همدی ډول نامرئی اشغال غواړی.