تاند:( چار شنبه ، د حمل ۳۰ ) د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن جین پییر خبریالانو ته وویل، که طالبان غواړي له دوی سره رښتینې خبرې وشي، باید د ښځو درناوۍ وکړي.
هغې په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا له ملګرو ملتونو او نورو ملګرو سره د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.
ژان پییر زیاته کړه: “که وضعیت داسې شي چې ښځې نه شي کولی په ملګرو ملتونو کې خپل کار ته دوام ورکړي، دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه ډیر اندیښمن یو او دا د طالبانو یو بل وحشتناک عمل دی.”
د سپینې ماڼۍ دغې چارواکې ویلي چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ښځې په بشري عملیاتو او مرستو کې مرکزي رول لوبوي.
هغې وویل، په افغانستان کې ښځې په ځانګړې توګه د ټولنې تر ټولو زیانمنونکو طبقو ته د رسیدو توان لري، ځکه چې د زیان منونکو کسانو لویه برخه افغان میرمنې دي، چې ډیری یې د کورنیو په سر کې دي او نارینه ورته لاسرسی نه لري.
د سپينې ماڼۍ وياندې زیاته کړه، چې افغان مېرمنې بايد په افغانستان کې په نړيوالو موسسو کې د کار کولو جوګه شي څو د دغه هېواد په ميليونونو خلک لومړنيو اړتياوو ته لاسرسی ومومي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په وروستیو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د پټو خبرو او د امریکا له لوري طالبانو سره د خبرو لپاره د دوی د یو شمېر مخالفانو د فشار لاندې راوستو خبرونه زیات شوي.
که امریکا راسره خبرې غواړی ترور د بند کړی.
امریکا دی خپل ملت له لوږی او مرګ وژغوری. خو زمونږ په هغه غلا سویو روپو نه. امریکا هم هغه دمړه چرک نځاوی کوی چی ګواکی په افغانستان کی باید مطرح وی.
طالبان دی نن یا سبا له روس او جین سره دافغانۍ او دهغو دروپو په سر currency swap) خبری پیل او کاروبار شروع کړی چی دامریکا له شره افغانستان وژغوری.