تاند:( چار شنبه ، د حمل ۳۰ ) د طالبانو رژيم د ملګرو ملتونو د هغو هڅو هرکلی کړی، چې ویل کیږي د دغه رژیم د په رسمیت پېژندنې لپاره مشورې پيلوي.
د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهين ویلي، چې د دوی په ګټه د یادو هڅو د پای ته رسیدو په اړه خوشبین دي.
نوموړي ادعا کړې، چې دوی د په رسمیت پېژندلو لازم شرایط پوره کړي دي.
شاهین، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی، ویلي تراوسه دوی په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو له لوري په دې اړه کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې آمنه محمدي پر وړاندې یو شمېر افغانانو په دې اړه د څرګندونو له امله توند غبرګونونه ښودل شوي دي.
آمنه محمد ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړو استازو سره د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه تر راتلونکو دوو اونیو مشورتي غونډه وکړي.
یو شمېر طالب ضدو لوریو د نوموړې دا څرګندونې د طالبانو لپاره لابي او د نړیوالو بشري اصولو خلاف ګڼلي.
يو څوک چې د هېواد د نيمايي نفوس د زده کړو مخه نيسي او حق يې د خپل رسميت پېژندنې لپاره له ځان سره غصب کړی او ساتلی وي هغوی هېڅکله په رسميت پېژندنه نه ارزي.
دا سهیل شاهین یو وخت په سعودي عربیه کې د عبدالحکیم مجاهد او یو څو نورو ملګرو سره په یو کور کې ژوند کاوه. د ده ډیر نیږدي ملګري ویل چې له ده څخه متعصب، د ای ایس ای پوخ نوکر او غلام او کوره مغزه انسان ندې لیدلي.
خو دې جاهل ته باید دا وویل شي چې تر څو تاسو د افغانستان نیمایې نفوس میرمنې په رسمیت و نه پیژني تاسو څوک په رسمیت نه پیژني. او هر هیواد چې تاسو په رسمیت وپیژني د هغوې دي پر پلار لعنت سي.