جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د طالب رژیم د رسمیت موندلو لابي نه کوو

ملګري ملتونه: د طالب رژیم د رسمیت موندلو لابي نه کوو

تاند:( پنجشنبه ، د غویي لومړۍ   )  د طالب رژیم د  په رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې آمنه محمد څرګندونو ته له پراخو غبرګونونو وروسته، د دغه سازمان د سرمنشي ویاند ویلي چې دوی د طالبانو د رسمیت پيدا کولو لابي نه کوي.

هغه وویل چې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه یوازې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه پریکړه کولای شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد د دوشنبې په ورځ په پرنسټن پوهنتون کې وویل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په غونډه کې به د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو پر لارو چارو خبرې وشي.

هغې وویل، د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د طالبانو د رسمي پېژندنې په اړه خبرې وکړي.

د مېرمن محمد دغو څرګندونو ته یو شمېر طالب ضدو څېرو پراخ غبرګونونه ښودلي او ویلي، چې ملګري ملتونه د طالبانو د ملاتړ او لابۍ لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په خپل خبري کنفرانس کې هڅه وکړه چې د امینه محمد دغه څرګندونې ورغوي.

دوجاریک وویل چې ملګري ملتونه دا واک نه لري چې طالبان په رسمیت وپیژني.

هغه آمنه محمد د ښځو د حقونو یوه مدافعه وبلله.

نوموړي ومنله، چې دوی به د غویي په یوولسمه په دوحه کې د افغانستان لپاره د مختلفو هېوادونو له ځانګړو استازو سره د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه مشورتي غونډه ولري.

 نوموړي ونه ویل، چې طالبان به دغه غونډه کې ګډون ولري کنه؟

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې د دوی د احتمالي استازي په توګه نوماند کړی، ویلي: دوی سره په دې اړه رسمي خبرې نه دي شوي.

شاهین په ورته مهال، هیله مندي ښودلې چې رژیم به یې په رسمیت وپېژندل شي.

1 COMMENT

  1. ملګري ملتونه نسته هلته ټول غلامان د امریکا په ډالرو پړسیدلي ناست دي. همدغه خبیث ملګري ملتونه وه سي افغانستان ته د یرغلګرو راتګ رسمي کړ ، دغه ملګري ملتونه وه سي د امریکا په غوښتنه یې اشرار راوستل او همدغه ملګري غلامان وه سي د امریکې په غوښتنه یې د طالبانو هرکلئ وکړ 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب