شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپکتیا تېر کال د یو نیم سل میلیونه ډالرو بهرني صادرات لرل

پکتیا تېر کال د یو نیم سل میلیونه ډالرو بهرني صادرات لرل

تاند:( پنجشنبه ، د غویي لومړۍ   )  د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين وايي، چې تېر کال يې بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته د ۱۵۰ ميليونو ۳۴۵ زرو او ۵۳۵ ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي.

د دغه ولايت د صنعت او سوداګرۍ ریاست لپاره د طالبانو واکمن مولوي محمد عظيم عظيمي وويل، چې د خرلاچي “پټان” بندر له لارې بهرنيو هېوادو ته و چې مېوې، حبوبات، زغال سنګ او په ځانګړې توګه جلغوزې صادر شوي دي.

ملا عظيمي زياته کړه، چې په دې ولايت کې د صادراتو د بسته بندۍ او پروسس مرکز چارې به هم په روان کال کې پيل شي.

طالب چارواکو ویلي، چې د پکتيکا د خرلاچي پټان بندر له لارې د تجارتي توکو سلګونه لارۍ تګ راتګ کوي .

د دغه ولايت سوداګرو غوښتنه کړې، چې ياد بندر دې په رسمي او تجارتي بندر بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب