جمعه, اپریل 26, 2024
Homeټولنیزمریم امرخېل ته رایه ورکړئ، عبدالله پیکار

مریم امرخېل ته رایه ورکړئ، عبدالله پیکار

په هر عمر کې د یوې جایزې اخیستل د انسان د غوره فعالیتونو دتداوم لپاره مهم دي مګر د ځوانۍ او زده کړې په جریان کې د جوایزو ګټل کولی شي یو عادي انسان پر یوه فوق العاده انسان واړوي.

وايي چې انسان له خپلو افکارو جوړ دی چې څرنګه فکر کوي کوښښ هغسې خبرې وکړي او چې څرنګه خبرې کوي کوښښ کوي هغسې عمل وکړي، داچې په ټولنه کې یو انسان دخپل عمل او کردار له مخې پيژندل کیږي نو څرګنده ده چې هر سالم انسان کوښښ کوي غوره ټولنیز شناخت ولري.

ګڼو ارواپوهانو تثبیت کړې چې د جوایزو ګټل پرخپل نفس باندې د انسانانو اعتبار زیاتوي او دهغوی په وجودونو کې داسې یو غیر مرعي قوت تقویه کوي چې بل هیڅ وړ ټولنیزه رویه یې نه شي کولی، په تحصیلي او اجتماعي برخه کې  د بنسټونو له خوا دتشویقي جوایزو ایجادول له نورو ډیرو سترو پانګونو څخه ستر کار ترسره کوي ، له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته په اروپا کې د رنګارنګ جوایزو ایجاد کومه تصادفي او فرمایشي خبره نه وه بلکې دهغې ویښې قارې خلکو د جوایزو اهمیت درکړی و، هغوی پوهیدلي و چې دهغوی د ځوان نسل په پرمختګ کې دجوایزو اخیستلو څومره ستر لاس دی.

داهمیت له پلوه کولی شو جایزې په ۴ برخو تقسیم کړو، نړیوالې، سیمه ییزې، ملي او ایالتي ، که چیرې دیوه هیواد ځوانان وکولی شي په ګڼ شمېر کې نړیوالې او سیمه ییزې جایزې ترلاسه کړي نو د پوره نړۍ په کچه خپل هیواد ته ویاړونه راوړي، دانساني ټولنې ترمنځ  دویاړ خبره همدا ده چې څرنګه دیوه ملت اعضا د غوره فعالیتونو دترسره کولو له لارې په نورو ملتونو ځان مني، کله چې د بنګله دیش ملي شاعر رابیندر ناتهـ ټاکور د نوبل نړیواله جایزه اخیسته نو ځینې اروپايي  سکالران سخت په غصه و او فکر یې کاوه چې ولې دیوه فقیر اسیايي هیواد یو شاعر دنوبل نړیواله جایزه اخیستلی شي او دوی ته نه ورکول کیږي، دا مهال په اروپا کې داسې سکالران هم پیدا شول چې د رابیندر ناتهـ ټاکور طرفداري یې کوله او له قهرجنو خلکو یې غوښتل چې دوی باید دا ومني چې یوازې اروپا نه شي کولی دخپل پرمختګ له لارې نړۍ په یوه مصؤن او ارام ځای بدله کړي بلکې اروپا باید دلومړي جهان په حیث  د نړۍ هغو برخو ته هم په اهمیت قائله شي چې دوی یې په درېیمه درجه پيژني.

اوس چې دمیدان وردکو ولایت دیوې لرې پرتې سیمې اوسیدونکې  مریم امر خېل د N Peace  جایزې لپاره کاندیده ده او یا زموږ دهیواد بل هر ځوان د یوې سیمه ییزې اویا نړیوالې جایزې لپاره نوماند کیږي په حقیقت کې  زموږ دټول ځوان نسل لپاره دبېساري اهمیت وړ  ده ځکه موږ دیوه ملت په توګه بله هیڅ کومه لاره نه لرو چې نړۍ ته خپل هیواد او ولس دیوه سوله دوست، ترقي خواه او حد اقل دیوه ژوندي ملت په توګه معرفي کړو.

دا که ته نن ورځ دخپل هیواد دیوې لرې پرتې سیمې اوسیدونکې پیغلې ته ددې جایزې داخیستو په منظور رایه ورکوې نو لومړی خپل اولادونه په پام کې ونیسه، ستا هیواد ته  ددې جایزې راتګ مسقیماً ستا داولادونو په ذهني انکشاف او رشد کې مرسته کوي.

د دې جایزې اعلان یوازې دافغانستان نه بلکې د نورو اسیايي هیوادونو لپاره هم شوی او زموږ له شریر همسایه هیواد څخه هم ورته ځینې کسان نوماند شوي دي، که چیرې دمریم په شمول زموږ نور نوماندان دا جایزه ترلاسه نه کړی شي نو دا به څومره بې انصافي وي چې د سولې لپاره یو تږی ملت دسولې جایزه دخپلې تمبلۍ له وجهې نه شي اخیستی مګر دهغه هیواد خلکو ته دهغوی دبیدارۍ له کبله ورکول کیږي چې په حقیقت کې په ټوله سیمه او نړۍ کې دسولې دښمنان او دجګړو زیږونکي دي، که د جګړه زیږونکي پاکستان ځوانان د سولې جایزه اخیستی شي ولې یې  دسولې تږي افغانان ترلاسه نه کړی شي.

لطفاً دیوې عادي پروسې په ترسره کولو یوازې دوې درې دقیقې وخت ولګوه او په شعوري توګه وغواړه چې دا جایزه ستا هیواد ته راشي او ستا داولادونو په روحاني او ذهني پرمختګ کې مرسته وکړي .

د دغې جایزې د ګټلو په موخه اغلې مریم امرخېل لپاره د رایې ورکولو لینک دادی ، هیله ده چې خپل لطف او مهرباني ترې ونه سپموې:

http://n-peace.net/candidate/candidate-1101

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب