ژوند ښکلی دی، د طبیعت دا ښکلې نندارې، په پسرلي کې د ګلونو دا رنګونه، د خنداګانو آوازونه او په کلي کې شور د سیندونو دا له هغو څیزونو څخه دي چې ژوند ته نورې ښکلاوې هم وربخښي. خو ماته بیا دا ښکلاګانې تر سپیرو دښتو زیاتې نه دي، ځکه مرغه ته هغه چمن چې دی پکې بندیوان وي تر خړې پنجرې زیات ارزښت نه لري.
دا ښکلاګانې د هغه چا لپاره دي چې لیدلی شي، اوریدلی شي، غږیدلی شي، زما خو سترګې پټې دي هیڅ هم نه وینم، غوږونه راته بند شوي دي، خوله ګنډل شوې ده او احساس هم قتل شوی. زه داسې هست یم لکه نیست، هو که جامی دې خیرنې وې، بوټونه دې په خټو ول، ګېډه دې وږې وه، نړۍ ته دې خپل نارینتوب اثباتولو یا هم کومې بلې غوښتنه، په هر ځای کې زه ستا لپاره هست یم خو ځان ته بیا نیست شم.
ستا په زیږون 30 ورځې زما په زیږون 40 ورځې د الله رحمت نازل شو. زما په وجود کې خلقت و، په غیږه کې راحت، تر پښو لاندې جنت او دعا کې برکت، په هر څه کې ستا برابر یا هم زیات حق راکړل شوى، خو بیا هم ستا د افکارو او اعمالو له کبله ښځه تل رټل شوې ده. په ډیرو منتونو او زحمتونو ما پیدا کړې، حکیم کړې، دانا کړې او د ښکلې نړۍ بادشاه کړې، خو ته چې ستر شوې زه دې تر خپل وس او توان خواره کړم، د ژوند په هر ګام او هره لاره دې وځورولم، شکنجه شوم، بې پته بې عزته دې کړم او له ډېرو آرمانونو سره سره دې خاورو کې خښه کړم. خو زه له عادت او خلقت سره سم لکه د غنمو دانه بیا راشنه شوم او تر لومړي ځل لا ډېره پیرزوینه مې له ځان سره راوړه.