Homeخبرونهوروستي اور د نورستان ۶۰ هکتاره ځنګلونه سوځولي

وروستي اور د نورستان ۶۰ هکتاره ځنګلونه سوځولي

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۰ مه) په نورستان کې خلک او ځايی چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ځنکلونو کې د وروستیو ورځو لګېدلي اور لږترلږه ۶۰ هکتاره ځنګلونه په ایرو بدل کړي دي.

په نورستان کې د چاپېریال ساتنې ادارې ريیس سرتاج الدین ساپي پرون (پنجشنبې) رسنیو ته وویل چې دې اور ډیر تاوان اړولی خو بالاخره د سیمې د ۷۰۰ اوسیدونکو د اشر په نتیجه کې مړ شو.

ده ونه ویل چې اور کله بل شوي و او کله مړ شو.

خو د سیمې دوو اوسیدونکو تاند ته وویل چې اور د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د برګمټال په ځنکلونو کې بل شو او ډیر ژر خپور شو.

د سرتاج الدین په وینا د دې اور په نتیجه کې د نورستان د برګمټال ولسوالۍ د ښکلي طبیعت ۶۰ هکتاره ځنګلونه سوځېدلي دي.

تراوسه پورې د اور لګېدو د علت په اړه څوک نه پوهیږي خو تر دې وړاندې ځینو کسانو په دې سیمه او د نورستان او کونړ په نورو ځنګلونو کې د اور لګېدو تور پر پاکستان لګولی و او استدلال یې دا و چې پاکستان فکر کوي چې د ټي ټي پي جنګیالي په دغو ځنکلونو کې پناهځایونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...