شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې انتحاری برید لسګونو پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله

په پاکستان کې انتحاری برید لسګونو پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۰ مه) په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د یوه موټرسایکل سپاره په ځانمرکي برید کې لږترلږه ۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په دې برید کې، چې د خیبرپښتونخوا د بنو په مالي خېل سیمه کې وشو، لږترلږه ۳۰ نور پوځیان ټپیان شوي چې د ځینو حال نازک دی.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو ګومان کېږي چې ټي ټي پي کړی وي. که څه هم په سیمه کې داعش او نورې سختدریځې ډلې هم فعالې دي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط تاند ته د وژل شویو او ټپي شویو کسانو نومونه وښودل.

ده وویل چې په وژل شویو کې صنوبر، عارف، افتاب، عمران، حبیب، ذیشان، راشید، احمد علي، او وارث شامل دي.

ده همداراز وویل چې اشرف، یاسین، شاهد سعید، ارسلان، طارق، ضمیر، نوید، انصار، ممتاز، ناصر، نیاز، ریاض، فداحسین، وقار، عجاز، عجاز (دوهم) راشد، بلال، سهیل او امتیاز په ټپیانو کې شامل دي.

سرچینې وویل چې دا ډول بریدونه تل په سیمه کې کېږي خو رسنۍ یې د خپرولو اجازه نه لري خو دا یوه په وروستیو کې د مرګ ژوبلو له نظره تر ټولو لوی برید ګڼل کېږي.

په همدې حال کې د ورکړای شویو راپورونو له مخې، په اګست میاشت کې ټي ټي پي لږترلږه ۱۴۷ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۳۲ پاکستاني پوړځیان او امنیتي ځواکونه وژل شوي او لږترلږه ۱۵۷ نور ژوبل شوي دي.

په دې مرک ژوبله کې د وروستۍ حملې مرګ ژوبلې شاملې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب