شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبایډن: امریکا مېشتو موقتو اسناد لرونکو افغان متحدینو ته دایمي اسناد ورکوو

بایډن: امریکا مېشتو موقتو اسناد لرونکو افغان متحدینو ته دایمي اسناد ورکوو

تاند: (جمعه، د وږي ۱۰ مه ) د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د  امریکا له کنګرې یې راغلو افغان کډوالو ته د استوګنې د دایمي اسنادو ورکړه منظور کړي.

بایډن، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وېستو د دویمې کلیزې په مناسبت یې خبرې کولې، اشاره یې هغو افغان کډوالو ته وه، چې امریکا خپله له تېرو دوو کلونو راهیسې لېږدولي.

هغه د هغو افغان کډوالو په تړاو څه نه دي ویلي، چې په ناقانونه توګه یې هېواد ته د پناه غوښتو لپاره تللي.

پر امریکا نیوکې دي، چې له افغانستان تر وتو وروسته یې لسګونه زره افغان متحدین په افغانستان، ګاونډیو هېوادونو او خپله امریکا کې بې برخلیکه او بې ملاتړه پرېښي دي.

امریکایي ولسمشر په تازه وینا کې له ټولو افغانانو؛ په ځانګړي ډول له خپلو مخکینیو متحدینو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

جوبایډن دا هم وویل، چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو په تمویل کې تر ټولو مهمه ونډه لري.

د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵ مه، د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته متحده ایالاتو خپل زرګونه افغان متحدین ورسره ولېږدول، چې یوې برخې ته یې د استوګنې دوه کلن اسناد ورکړي او ځینې لا له نه پاملرنې شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب