شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهشېخ دلاور: د کانونو میلیارد ډالري قراردادونه مو وکړل؛ صالح: ۲۵ میلیونه...

شېخ دلاور: د کانونو میلیارد ډالري قراردادونه مو وکړل؛ صالح: ۲۵ میلیونه ډالره فساد دې کړی

تاند: (جمعه، د وږي ۱۰ مه )  په داسې حال کې، چې د طالبانو چارواکي د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د کانونو د استخراج د قراردادونو خبر ورکوي، چې یو شمېر مخالفان یې دوی په دغو قراردادونو کې په پراخ فساد تورنوي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د رياست‌الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په حضور کې یې پرون د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شیخ الحديث شهاب الدين دلاور د ګټونکو شرکتونو له مسوولینوسره، د ۶ ميليارده ۵۵۷ ميليونه ډالرو په پانګونې، د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه، لاسليک کړي.

اعلامیه زیاتوي:په دغو قراردادونو کې د سرو زرو، مسو، سرب او جست او د اوسپنې استخراج او پروسس شامل دي، چې په افغان شرکتونو سربېره، آسيايي او اروپايي شرکتونه يې هم ونډه وال دي.

د شیخ دلاور د معلوماتو له مخې؛ د ۳۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونې، په ۱۲ کیلومتره مربع ساحه کې د تخار ولایت د سمتي طلا پروژه له چینا – افغانستان سره د ۵ کلونو لپاره؛ د ۴۱۱ میلیونه ډالرو په پانګونې، په ۲۴۵ کیلومتره مربع ساحه کې د مس عینک دویمه پروژه له تویار خصوصي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره او همدا رنګه د ۵۳۷ میلیونه ډالرو په پانګونې، په ۲۰۷ کیلومتره مربع ساحه کې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جست د دویم بلاک پروژه له «افغان انوېسټ» او ایبکو شرکتونو سره د ۳۰ کلونو لپاره قرارداد شوی دی.

د هغه په ونیا، د غوریانو د اوسپنې د څلورو بلاکونو پروژې چې شاو خوا ۱۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري؛ د ۵ میلیارده ۳۸۹ میلیونه ډالرو په پانګونې، له څلورو شرکتونو سره د ۳۰ کلونو لپاره قرارداد شوی دی.

په ورته وخت کې د پرځیدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپلې اېکس یانې پخواني ټویټر لیکلي، چې د طالبانو اړوند وزیر شېخ دلاور د سمنګان د ډبرو سکرو په یوه قرارداد کې په ۲۵میلیونه ډالره فساد پړ ثابت شوی.

هغه ادعا کړې، چې په دې اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده ګومارلي پلاوي شېخ دلاور په دومره فساد پړ ثابت کړی او نور جزییات یې دی څاري او خپروي.

شیخ دلاور بیا د وروستیو تړونونو پر مهال ویلي، چې د دوی له بیا واکمنیدو سره، د افغانستان د کانونو په مديريت کې د رشوت، واسطې او فساد مخه نيول شوې او په دې برخه کې بشپړ شفافيت او عدالت تامين شوی دی.

 په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پلویانو د کانونو تازه قراردادونه ستایلي او د افغانستان د اقتصادي ناورین د حل لپاره مهم ګڼلي، خو مخالفانو یې دوی له کانونو په ناوړه او شخصي استفادې تورن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب