شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد روسیې حکومت دغه هېواد ته د احمد مسعود د سفر په...

د روسیې حکومت دغه هېواد ته د احمد مسعود د سفر په اړه خپل دریځ روښانه کړ

تاند: (جمعه، د وږي ۱۰ مه )  د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، دغه هېواد ته د طالبانو د یوې مخالفې جنګي ډلې ( مقاومت ملي جبهې) د مشر احمد مسعود د سفر او یو شمېر روسي سیاستوالو سره د لیدنو په اړه یې خپل دریځ روښانه کړ.

نوموړې د روسیې د عدالت ګوند له مشر سره د مسعود لیدنې ته په اشارې ویلي، چې روسیه په افغانستان کې د پراخ بنسټه دولت د جوړیدو لپاره د بین الافغاني مذاکراتو د پيل غوښتنه کړې ده.

 هغې دا هم ویلي، چې روسیه د طالبانو د رژیم له په رسمیت پېژندلو پرته، دوی سره خپل تعامل ته دوام ورکوي.

د روسې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په عین حال کې ویلي، چې طالبانو د تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان د وضعیت د کنټرول، امنیت او ثبات ساتلو لپاره خپله وړتیا ثابته کړې ده.

 له دې سره، روسۍ ویاندې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو خطر موجود دی، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې شته او که وضعیت په نامطلوبه ډول مخته لاړ شي، امکان لري چې نړیوالې ترهګرې ډلې او په سر کې یې داعش له دغه وضعیت څخه په استفادې، له افغانستانه د باندې او په ځانګړي ډول په منځنۍ اسیا کې بې ثباتۍ ته لاره پرانیزي.

 د روسیې د بهرنیو  چارو وزارت ویاندې دا هم ویلي، چې دغه وضعیت ته په کتو سره، دوی د کابل له واکمن رژیم او د اقلیتونو له استازو غواړي څو ټول ګډونه حکومت جوړ او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د ټولو افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

د طالبانو رژیم روسیې ته د احمد مسعود د سفر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په پام کې ده، چې روانه میاشت روسیه خپل یوه ښار ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې په محوریت د سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ور وبولي.

د دې ترڅنګ، په پام کې ده چې همدغه میاشت احمد مسعود په یوه غونډه کې وینا ولري.

د روسیې او منځنۍ اسیا د چارو افغان څېړونکی غوث جانباز وایي، له احمد مسعود سره د لیدنې پر مهال په لومړي ځل یوه روسي سیاستوال په ډېر صراحت ویي، چې د احمد مسعود پلار احمد شاه مسعود د لویدیز د نفوذي کسانو لخوا وژل شوی.

د هغه په باور، روسیه د نوموړي د خپلولو او په راتلونکي کې ورسره د ګډ کار اپشن په داسې مهال پلانوي، چې خپله احمد مسعود په لویدیز کې زده کړې کړي او تر مشرۍ لاندې جبهه کې یې لویدیز ته نږدې کسان ډېر لیدل کیږي.

یو شمېر نور افغانان باور لري، چې د طالبانو زورواکې او یو اړخیزه پالېسۍ او پر وړاندې یې د مخالفانو د یوه ملي او منسجم ادرس تشه د سیمې او نړۍ د زبرځواکونو ترمنځ د نیابتي جګړو په میدان د افغانستان د بدلولو وېره زیاته کړې ده.

طالب چارواکي بیا ټینګار کوي، چې نړیوالې ټولنې د دوی له جنګي مخالفانو د نه ملاتړ ډاډ ورکړی او دوی په نا پلوه پالېسیو افغانستان د رقابتونو پر ځای د هېوادونو د همکارۍ په مرکز بدلول غواړي.

2 COMMENTS

  1. TO AHMAD MASOOD;
    IF YOU HAVE SHAME.SET RELAX IN HOME/DO ONE NICE JOB.IN COUNTRY;
    WE SAW GOVERNMENT OF NIZAR SHURA. FULL FROM CORRUPTION,
    YOU DON,T HAVE PLACE BETWEEN PEOPLES.
    TALIBS ARE HONEST AFGHAN,THEY WORKING HONESTLY FOR AFGHANISTAN.
    THEY HAVE ABILITY TO DO GOOD GOVERNMENT,
    TALIBS ARE FREE FROM CORRUPTION,THEY DO NICE JOBS LIKE RECONSTRUCTION,
    IN KABUL CITY HUNDREEDS OF PROJECTS ARE UNDER MASTER PLANS.
    THOUSANDS OF AADECTIVE GETS TREATMENT AND FINALLY THEY RETURN TO FAMILY
    ZENDAH BAAD ISLAMIC IMARAT.ZENDAH BAAD MAULAWEE ABAAS STANEKZAY SAHIB
    ZENDAH BAAD MULA YAQOOB/MULA ABDULGHANI BRATHER,ZENDAH BAAD SERAJULDIN HAQANI
    AND ZENDAH BAAD MAOLAWEE SHAHABUDDIN DELAWER

  2. احمد مسعود د اول خپله مور کنترول کړی بیا وطن تاغوندی دورګه نشی کولی چی افغانستان کی راج وکړی پلار دی په دی امان مړ شو افغانستان د اصیل افغان ټاټوبی ده نه د کولیانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب