تاند: (جمعه، د وږي ۱۰ مه ) د نړیوال عدالت په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې بث ون شاک ویلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لا هم د دوی په تور لېست کې دی او ۱۰ میلیونه ډالره ورباندې ورکول کیږي.
نوموړې په دې اړه زیاته کړه: دا جایزه هغه کسان ترلاسه کولای شي، چې د عدالت منګولو ته د حقاني له سپارل کیدو سره مرستندوی اطلاعات وړاندې کړي.
د دغې امریکايي استازې خبرې په دې اړه ډېرې روښانه نه دي او داسې اټکلیږي، چې امریکا د جایزې له داوطلبانو دوی ته لاس په لاس د حقاني د سپارلو تمه لري.
سراج الدین حقاني، چې پر ضد یې د جایزې اعلانیدو پر مهال له رسنیو او خلکو پټ و، د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو وختونو کې خپله څېره رسنیزه کړه او اوس په کابل کې له ګڼو بهرنیو دیپلوماتانو سره د لیدنو ترڅنګ د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه او پراخې ولسي غونډې کوي.
د طالبانو او امریکا د اړیکو منتقدان، چې یوه لویه برخه یې د پرځيدلي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي دي، امریکا طالبانو ته د افغانستان په سپارلو او د یوې نیابتي ډلې په توګه له طالبانو په کار اخیستو تورنوي، خو طالبان او امریکايي چارواکي داسې قضاوتونه بې بنسټه بولي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني څه موده مخکې ویلي وو، چې امریکایانو سره د دوی دښمني پای ته رسیدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه په تازه د طالبانود بیا واکمنیدو او د دوی له واکمنیدو نږدې نیمه میاشت وروسته له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتو دوه کاله پوره شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په دې مناسبت خپله وینا کې ویلي، ویاړي چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستوتر ټولو لوی تامینونکی هېواد دی.
دا هسی د خلکو غلطول دی حقانی د پاکستان غلام ده او پاکستان د امریکا غلام که امریکا غوښتلی چی حقانی مړ کړی اوس به وخته مړ وه او دا لس میلیونه دالر به دپاکستان د ای اس ای حساب ته تللی وه خو امریکا نه غواړی چی حقانی ووځنی هغی د اینده لپاره ساتلی ده او پاکستان به حقانی لکه د ماشومانو نانځکه ګډوی.