یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان ۳۰ سلنه خاوره لا هم د ماینونو له ګواښ سره...

د افغانستان ۳۰ سلنه خاوره لا هم د ماینونو له ګواښ سره مخامخ ده

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۷ )  د اپرېل څلورمه د ماينونو په اړه د عامه پوهاوي او مرستې نړيواله ورځ په داسې مهال تېره شوه، چې د طالبانو د رژیم چارواکي د افغانستان په ۳۰ سلنه خاوره کې لا هم د ماینونو د خطر د موجودیت خبر ورکوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماين پاکۍ طالب رئيس قاري نورالدين رستم خېل وايي: که څه هم په تېرو کلونو کې پراخې سيمې له ماينونو پاکې شوې، خو لاهم د هېواد په ډېرو سيمو کې د ناچاودو توکو او ماينونو ګواښ موجود دی.

هغه زیاتوي:(( د ماين پاکۍ پروګرام په تېرو ۳۰ کلونو کې په ټول هېواد کې ۳۴۴۴ کلي له ماينونو پاک کړي چې ۳۵۰۰ کيلومتره مربع مساحت لري او اوس هم ۱۲سوه کيلومتره مربع په ماينونو ککړې او مشکوکې ساحې سروې شوې چې په ملي ډېټابيس کې ثبت او پاکولو ته اړتيا لري.))

  پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د رژیم وزیر ملا محمدعباس آخند بيا د ککړو او مشکوکو سيمو په اړه ورکړل شوې شمېرې کمې يادوي او وايي ،چې لاهم په ټول هېواد کې د ماينونو ګواښ شته.

نوموړی زياتوي، چې نړيوال بايد د ماين پاکۍ په چارو کې مرستې مشروطې او سياسي نه کړي او ټينګار کوي چې د ماينونو له کبله د مرګ ژوبلې راکمولو لپاره بايد ماشومان د زړو وسپنو له راټولولو منع شي.

 د هېلوټرسټ ماين پاکۍ موسسې مشر فريد همايون وايي، لاهم د هېواد ۳۰ سلنه خاوره له ماينونو او ناچاودو توکو پاکولو ته اړتيا لري.

نوموړی زياتوي، چې يوازې تېر کال له څلور سوو ډېرو هېوادوالو د ماينونو او ناچاودو توکو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی:

هغه په دې اړه وویل: (( په هېواد کې د ماين پاکۍ د کورنيو او بهرنيو موسسو په مرسته ۷۰ سلنه خاوره له ماينونو پاکه شوې ده، يوازې په ۲۰۲۲م کال کې زموږ ۸۶۴ هېوادوال د ماينونو قرباني شوي دي چې ۴۱۱ يې شهيدان او ۴۵۳ بيا ټپيان شوي دي.))

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هېواد کې د ماين پاکۍ په برخه کې ۶ ملي او ۳ نړيوالې موسسې فعاليت کوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو په خبره که نړيوال د ماين پاکۍ له پروګرام سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، نو کېداي شي تر ۸ کلونو پورې افغانستان له ماينونو پاک اعلان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب