شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا سره پر پټو اړیکو اعتراف؛ انس حقاني: پلار مې امریکا کې...

امریکا سره پر پټو اړیکو اعتراف؛ انس حقاني: پلار مې امریکا کې استوګنه رد کړه

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۷ ) د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني ادعا کوي، چې پلار یې جلال الدین حقاني ته د امریکا له لوري په دغه هېواد کې د پناه ورکولو او سوکاله ژوند وړاندیز شوی و، خو هغه نه وه منلې.

نوموړي د یوه امریکایي ټلویزون له لوري تازه جوړ شوي مستند فلم کې د دغه ادعا شوي وړاندیز دقیق وخت نه دی ښودلی، خو په ضمني ډول یې تایید کړې، چې دوی له پخوا نه امریکا سره پټې اړیکې لرلې.

انس حقاني په دې مستند کې د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدونو یادونه په ویاړ سره کړې او ادعا یې کړې، چې د همدغو بریدونو په زور بهرني ځواکونه له افغانستانه وتو ته مجبور شول.

هغه په دې اړه، چې دغو بریدونو څومره بهرني ځواکونه او څومره عام افغانان او امنیتي ځواکونه یې وژلي او څومره افغان سیمې یې ویجاړې کړي، څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په همدغه مستند کې د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدونو عمومي مسوول سمیع الله محمدي د دوی د دغو بریدونو او جګړې تر شا د پاکستان پر لاس لرلو اعتراف کړی او ویلي، چې د دوی ځانمرګي بریدګر د یاد شوي هېواد له لوري روزل کیدل.

د انس حقاني او محمدي خبرې د افغانانو توندو غبرګونونو سره مخ شوي او ویل شوي، چې ژر به د طالبانو د کاذبې فتحې د پردې تر شا نور رازونه برسېره او خلکو ته معلومه شي، چې دا ډله د پردیو استخباراتي لوبو یوه ابزاري وسیله وه او د خاصو ماموریتونو لپاره واک ته رسول شوې ده.

1 COMMENT

  1. بریک ونیسی. ډیر تیز رفتاری ته ضرورت نسته.
    دمولوی جلال الدین او دهغه دکور او خلکو امریکایی ارتباطات او یا پاکستانی ارتباطات مهم ندی. مهم دادی چی دافغانستان ملی او اسلامی ګټی یی ترپښو لاندی کړی او کنه؟
    پردی ځیره خواره چه خپل ځان او ملت یی دپردو په کټو کی لاهو کړی وو باید ددی خاندان له کړنو سره مقایسه نسی. دوی دا ده ثابته کړه چی دافغانستان آزادی یی مطلب وه او په هغه آزادی او اسلامیت لا ولاړ دی. نور ټول اهمیت نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب