چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+ایلن مسک په ایکسپاڼه کې نوی شیان زیاتوي

ایلن مسک په ایکسپاڼه کې نوی شیان زیاتوي

تاند- د ایکس یا پخواني ټویټر شبکې خاوند هڅه کوي چې په دې ټولنیزه شبکه کې نورې اسانتیاوې زیاتې کړي.

ایکسپاڼه غواړي په دې توګه خپلو سیالو ټولنیزو شبکو ته ماتې ورکړي.

د ایکس ټولنیزې شبکې خاوند ایلن مسک ویلي چې په دې شبکه کې به د غږیزو او ویدیويي تماسونو برخې زیاتې کړي.

ایلن مسک، چې په وروستیو کې یې د ټویټر نوم پر ایکس واړاوه، په یوه پوسټ کې کښلي، دا نوې ځانګړنې به په اندروید، iOS، مک او وینډوز کې کار کوي او له هغو څخه د کار اخیستو لپاره به د ټېلفون شمېرې ته اړتیا نه وي.

مسک هڅه کوي چې دا ټولنیزه شبکه تر نورو سیالیو خواله رسنیو اوچته کړي.

په وروستیو کې د فیسبوک خاوند له ایکس شبکې سره د سیالۍ لپاره د تریډز په نوم خواله رسنۍ راوایسته.

میټا شرکت شاوخوا یوه میاشت پخوا د انسټاګرام کاروونکو ته بلنه ورکړې وه چې د دوی د نوې خواله رسنۍ، تریډز اپلیکېشن په خپلو موبایلونو کې ډاونلوډ کړي.

دې کار له تریډز سره مرسته وکړه چې په یو وار ډېر شمېر خلک د هغه اپلیکېشن ډاونلوډ کړي.

د تریډز یوه ویاند ویلي، زیار باسي چې د دې شبکې بڼه لا ښه کړي او د ویبپاڼې په بڼه نورې برخې هم پکې زیاتې کړي.

خو ایلن مسک هڅه کوي ایکس شبکه دومره ښه کړي چې تر ټولو ټولنیزو رسنیو غوره وي له همدې کبله بیلا بیلې ځانګړتیاوې ورزیاتوي څو د میټا تر اړوندو پلېټفارمونو لکه انسټاګرام، فیسبوک او وټس اپ شاته پاتې نه شي او د هغو ټولې ځانګړنې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب