یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا او چین د چارو شنونکې وايي، چین ته په افغانستان...

د امریکا او چین د چارو شنونکې وايي، چین ته په افغانستان کې د فعال رول اړتیا معلومه شوې

تاند(جمعه، د سنبلې ۳۱ مه) په واشنګټن کې د امریکا او چین د چارو شنونکې کلیپر چاو وايي، پیکینګ ته دا څرګنده شوې چې په افغانستان کې خپلو ګټو ته د رسیدو لپاره فعاله رول لوبولو ته اړتیا لري خو له دې سره سره د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان په امنیتي او اقتصادي مسلو کې د ځان ښکېلولو په برخه کې له احتیاطه کار اخلي.

چاو امریکا غږ ته په مرکه کې وویل، چین به له امریکا سره د دسیالۍ په خاطر په افغانستان او سیمه کې د نفوذ زیاتولو ته دوام ورکړي.

د دې په وینا، په افغانستان کې امن او ثبات د چین لپاره د خپل یو کمربند یوه لار د پروژې په خاطر اهمیت لري.

اغلې چاو زیاته کړه:«ثبات په سیمه کې د چین د پانګونې د زیاتېدو سبب کېږي او پیکینګ ته موقع برابروي چې د نړۍ نادرو منرالونو، اومو موادو او په سیمه کې د بنسټونو جوړولو ته لاره هواره کړي.»

د چین ولسمشر شي جین پینګ د ۲۰۱۳ په نوومبر کې د یو کمربند یوه لار پروژه اعلان کړه.

چین یو له څو ګوته په شمېر هیوادونو څخه دی چې د طالبانو له رژیم سره اړیکې پالي او په وروستیو ورځو کې یې د لومړنی هیواد په توګه کابل ته نوی سفیر واستاوه او خپل باورلیک یې د طالبانو ريیس الوزرا ته وسپاره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب