تاند (شنبه، د میزان ۱ مه) عوامي نشنل ګوند هم په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې وغندلې او له افغانستان سره د تګ راتګ د لارو پر بندېدا یې اعتراض وکړ.
د دغه ګوند غړیو د بلوچستان ایالت په چمن کې په یوه لاریون کې، چې د خپل ګوند د یوه مشر د وژل کېدو په احتجاج کې یې جوړه کړې وه، وویل:«زموږ د ګوندي مشر شهید ارباب غلام کاسي قاتلان دې ونیول شي، لر او بر یو افغان.»
په بلوچستان کې د عوامي ملي ګوند یو مشر ووژل شو – تاند (taand.net)
د لاریونوالو شمېر زرګونو تنو ته رسیده او ویل یې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د نیونو او په زور ایستلو او ورسره په یو وخت د دوو هیوادونو ترمنځ د لارو بندون ورته د منلو نه دی.
دوی وویل چې د لارو بندېدا د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د پښتنو اقصتاد ته زیان اړوي.
د عوامي نشنل ګوند یوه مشر اصغرخان اڅکزي وویل:«يوه کرايه داﺭ ته چې د جايداد مالک جواب وﺭکوي هغه ته لږترلږه يوه مياشت وخت وﺭکوي خو په دومره نا انصافي دوی [افغان کډوال] واپس افغانستان ته لېږل د يوه قانون سره ورته خبره نه ده”»
تر دې وړاندې پښتونخوا عوامي نشنل ګوند په کراچۍ کې د افغانانو روانې نیونې د قانون سرغړونه بللې او هغه یې د پښتنو خلاف تبعیضي چلند بلی و.
د ګوند مشرانو د کراچۍ په مطبوعاتي کلب کې خبریالانو ته د خبرو په مهال د سند له ایالتي چارواکو وغوښتل چې له پښتنو سره د بدسلوکۍ مخه ونیسي.
د کراچۍ پولیسو ویلي چې په وروستیو ۱۲ ورځو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې تر زرو ډېر غیرقانوني افغانان نیولي دي.
په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاري دوې ورځې پخوا وویل چې د ده د معلوماتو پر اساس په لسو ورځو کې تر ۸۰۰ ډېر افغانان نیول شوي چې د هغو په منځ کې شاوخوا ۸۰ ماشومان هم شامل دي.