پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه بلوچستان کې د عوامي ملي ګوند یو مشر ووژل شو

په بلوچستان کې د عوامي ملي ګوند یو مشر ووژل شو

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۸ ) په پاکستان کې د ناکراریو په دوام ګې د عوامي نشنل ګوند یو مشر ارباب غلام کاسي د نامعلومو وسله والو په ډزو په کوټه کې ووژل شو.

غلام کاسی د سې شنبې په ماسپښین کوټې ته نژدې په کوچلاغ کې ووژل شو.

تراوسه پوري د غلام کاسي د وژلو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

که څه هم په تېرو کلونو کې ټي ټي پي د عوامي نشنل ګوند پر غړیو ګڼې حملې کړي او د دغه ګوند ډیر غړي یې په ځانمرګو بریدونو کې وژلي خو داسې ښکاري چې دا ډله اوس د پخوا په شان پر ملکي وګړو او سیاستوالو بریدونه نه کوي او د بریدونه مخه یې پوځیانو ته اوښتې ده.

غلام کاسی شاوخوا ۷۰ کلن و او د کورنۍ غړي یې وايي چې له چا سره یې شخصي دښمني نه لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...