تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۹ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړی علي وزیر او د دغه غورځنګ یو بل مخکښ غړی ولسیار د پنجاب له اډیاله زندانه خوشي شول.
پر علي وزیر وروستی تور سایبري جرم و خو د پاکستان د سایبري جرمونو محکمې برات ورکړ.
د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد دې محکمې په ضمانت د علي وزیر او ولسیار د خلاصون پرېکړه کړې وه خو د اسنادو د پوره کېدو لپاره یې نوموړی پرون (سې شنبې) خوشي کړ.
علي وزیر د اګست په اتلسمه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه لاریون کې له ګډونه وروسته ونیول شو او ګڼ شمېر دوسیې ورته جوړې شوې.
ده ته په جوړو شویو دوسیو کې د بلوا یا بغاوت، تروریزم، بې اجازې د غونډې جوړولو او په خواله رسنیو کې د دولت خلاف د څرګندونو په شان تورونه شامل دي.
دې ته ورته تورونه د بشري حقونو پر فعالې ایمان زینب مزاري هم لګول شوي و خو محکمې د هغې ضمانت ومانه او نسبتاً ژر خوشي شوه.
علي وزیر تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ م کال او بیا په ۲۰۲۱ کال په کراچۍ کې ولسي غونډې ته د وینا کولو او همداراز بغاوت په تورونو نیول شوی او ډېره موده یې په جېل کې تېره کړې ده.