یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنظرپوښتنه: اکثره افغان ښځې په مشروط ډول د طالبانو د حکومت د...

نظرپوښتنه: اکثره افغان ښځې په مشروط ډول د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو ملاتړ کوي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۹ مه) په یوې نظرپوښتنې کې اکثرو افغان ښځو ویلي چې د طالبانو حکومت دې تر هغو په رسمیت نه پېژندل کېږي چې ښځو ته یې د کار او زده کړو اجازه نه وي ورکړې.

په دې نظرپوښتنه کې، چې ملګروملتو د سږ کال په جولای میاشت کې کړې، له ۵۹۲ پوښتل شویو افغان ښځو څخه ۵۴ یې په مشروط ډول د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو ننګه کړې خو ۴۶ سلنې نورو ویلي چې نړیوال دې په هیڅ صورت د طالبانو حکومت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

په دې نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې افغان ښځې په هغه صورت کې چې د کار او تعلیم حق ورکړل شي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو مخالفې نه دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې د واک له ترلاسه کولو وروسته په تدریجي ډول د ښځو حقونه محدود کړي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون (سې شنبې) د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ له غونډو سره هممهاله د دې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې او ویې ویل، نظرپوښتل شویو ښځو اندېښنه ښوولې چې که په اوسني حالت کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي، هغوی به د ښځو خلاف خپلو افراطي تګلارو ته نه یوازې دوام ورکړي بلکې لا به زور ورکړي.

طالبان وايي چې هغه ټول شرایط یې پوره کړي چې یو دولت یې لري نو باید په رسمیت وپېژندل شي خو دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په هیڅ ځای کې داسې مثال نه دی لیدل شوی چې د یوه ملت نیمايي وګړي د تعلیم او کار په شان له لومړنیو حقونو بې برخې کړای شوي وي.

د نظرپوښتنې په اړه د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو روغتیا او ټولنیز نفوذ ته هم زیان اوښتی دی.

1 COMMENT

  1. السلام علیکم:
    عجیب انصاف دی د۵۹۲ ښځو سره مصاحبه دیوی ۴۰ ملیونی ټولنی چه ۲۰ ملیونه یی ښځی تشکیلوی هغه هم داسی ښځی چه یا په غرب کی دی اویا په افغانستان کی دغربیانو لاس رسی ورته شته دیو هیواد قوی او مشروع نظام ننګوی چه په هغی کی هم نیمایی یی مثبت نظر ورکوی . تاسی مهربانی وکړی افغانستان ته راشی د ۴۶۵ ولسوالیو څخه په هره ولسوالی کی د ۱۰ تر ۲۰ ښځو نظر پوښتنه وکړی په نتیجه یی بیا قضاوت وکړی .یوڅه اندازه به منطقی معلوم شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب