یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاسترالیا د ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي

استرالیا د ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۹ مه) استرالیايي رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول وویل چې دغه هیواد د ۲۰۲۱ کال له اګسته وروسته د شاوخوا ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي دي.

د استرالیا ایس بي ایس چاینل پرون (سې شنبې) وویل، له ۲۰۲۱ راوروسته د افغانانو له لوري د پناه لپاره په وړاندې شویو غوښتنلیکونو کې تراوسه پورې د نژدې ۵۰ زره تنو پناه نه ده منل شوې.

ایس بي ایس زیاتوي، پر دې سربېره چې د ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي، لږترلږه د ۱۴۴ زره نورو غوښتنلیکونه تراوسه پورې بیخي څېړل شوي نه دي.

د دې معنا دا نه ده چې د دغو ۱۴۴ تنو غوښتنلیکونه رد شوي بلکې د څېړلو نوبت یې نه دی رارسیدلی.

تېر کال هم ایس بي ایس چاینل په یوه راپور کې ویلي و چې استرالیايي چارواکو د بایومیتریک اسانتیاوو د نشتوالي او په افغانستان کې د تقاضاکوونکو د سوابقو د کتلو په خاطر د زرګونو پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو څېړل درولي دي.

له بلې خوا افغان – استرالیا ټولنې او په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو پخوانیو همکارانو ویلي چې د دوی د ګڼ شمېر نژدې خپلوانو وېزې لغوه شوي دي.

2 COMMENTS

  1. ډیر ښه کار یی کړی!
    باور وکړی چي په ۵۰۰۰۰ پناه غوښتونکو کي یو افغان هم نشته. دا ټول د پاکستان پښتانه او د بلوچیستان هزاره دي او همدارنګه ایراني بربریان او خاوریان دي چي څیری یی زمونږ هزاره ورڼو ته ورته دي.
    د سویډن په یو ښار کي چی تقریباً ۱۲۰۰ کسان د افغان مهاجرو په نوم ژوند کوي په خدای قسم چي اتیا ۸۰ کسان افغانان می ندي پکي پیدا کړي.
    عجیبه خو لا دا ده چي حتا ترجمانان یا ژباړونکي یی پاکستاني پښتانه دي چی د ټولو پاکستانیانو هویت د سویډن د مهاجرینو د ادارې او نورو مقاماتو ته افغان معرفی کوي او په مقابل کي د افغان پښتنو او هزاره وروڼو په افغانی هویت یی شک ښیی او له تائید څخه یی انکار کوي.
    اروپایی هیوادونه اوس په دې مسآله کي ډیر هوښیار شوي او په منلو کي یی ډیر دقت کوي.
    د سویډن حکومت په تیر کال کي شبږ زره ۶۰۰۰ د افغان په نوم قبول شوي مهاجرین بیرته ورغوښتي او د مهاجرت اسناد یی لغوَ کړي چی له هغی جملی څخه متأسفانه ۹۵% له سویډن څخه نورو هیوادونو ته په بل نوم تښتیدلي دي.
    الله پاک دې داسي ورځ راولي چي د دې ټولو سره حساب وشي او د غریبو، مظلومو او د جنګ جګړو قرباني افغانانو حق خپله اصلي اړ حقیقي افغانانو ته وسپارل شي.

  2. ډیر ښه کار یی کړی!
    باور وکړی چي په ۵۰۰۰۰ پناه غوښتونکو کي یو افغان هم نشته. دا ټول د پاکستان پښتانه او د بلوچیستان هزاره دي او همدارنګه ایراني بربریان او خاوریان دي چي څیری یی زمونږ هزاره ورڼو ته ورته دي.
    د سویډن په یو ښار کي چی تقریباً ۱۲۰۰ کسان د افغان مهاجرو په نوم ژوند کوي په خدای قسم چي اتیا ۸۰ کسان افغانان می ندي پکي پیدا کړي.
    عجیبه خو لا دا ده چي حتا ترجمانان یا ژباړونکي یی پاکستاني پښتانه دي چی د ټولو پاکستانیانو هویت د سویډن د مهاجرینو د ادارې او نورو مقاماتو ته افغان معرفی کوي او په مقابل کي د افغان پښتنو او هزاره وروڼو په افغانی هویت یی شک ښیی او له تائید څخه یی انکار کوي.
    اروپایی هیوادونه اوس په دې مسآله کي ډیر هوښیار شوي او په منلو کي یی ډیر دقت کوي.
    د سویډن حکومت په تیر کال کي شبږ زره ۶۰۰۰ د افغان په نوم قبول شوي مهاجرین بیرته ورغوښتي او د مهاجرت اسناد یی لغوَ کړي چی له هغی جملی څخه متأسفانه ۹۵% له سویډن څخه نورو هیوادونو ته په بل نوم تښتیدلي دي.
    الله پاک دې داسي ورځ راولي چي د دې ټولو سره حساب وشي او د غریبو، مظلومو او د جنګ جګړو قرباني افغانانو حق خپله اصلي او حقیقي افغانانو ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب