کتاب: وړانګه وړانګه لمر
لیکوال: واصف علي واصف
ژباړه: رحمت شاه فراز
دریمه برخه
د خواهش پیدا کېدل فطري خبره ده. په انسان کې تل خواهشات را پیدا کېږي. کله نا کله یو خواهش، د خواهش تر شکسته پورې سفر کوي. یو نیم خواهش انسان له خواهشاتو بې نیازه کوي. یو نیم خواهش انسان غره په غره ګرځوي. یو نیم خواهش انسان له خپل ذات سره مخامخوي او کله نا کله یو خواهش یې په خوشبختۍ سرخرو کړي. کوم خواهش څه کوي، انسان ته د دې علم بویه. که نه له خواهشه خونِ جیګر جوړېږي او د وینې په اوښکو اوړي.
څوک چې د الله په لټون پسې وځي، تر انسانه رسېږي. اخر د الله ولیان خو هم انسانان دي.
تر ټولو ډېر بدمرغه انسان هغه دی، چې غریب هم وي او ډبر زړی هم.
نبي کریم ص نړۍ ته رحمت را استول شوی دی. په موږ فرض دي، چې د نبي کریم ص د رحمت انداز تر ټولو مخلوقاتو ورسوو. اسلام به پخپله ور ورسېږي. نړۍ ته چې د شپې له تیارو وروسته رڼا ورسېږي، سترګې یې پخپله د لمر په خوا پورته شي. د لمر دین رڼا دی. په نورو د ځان منل نه.
د خدای په کتاب کې غور وکړئ. مؤمنانو ته بلنه ورکول شوې، چې له دې کتابه هدایت ترلاسه کړي. په کتاب کې ټوله ګټه، ګټه ده. هغه ادارې چې د خدای کتاب يې چاپ کړی دی، له هغوی دې د الله یو ولي د الله په نوم د کتاب حق الزحمه وغواړي. دومره حق الزحمه به یې وي، چې په راتلونکي کې به ټول انسانیت ته قرآن کریم وړیا رسېږي. د سرو او سپینو زرو په تارونو له لیکل شوي قرآن څخه غوره دی، هغه قرآن چې د یوه بې وزلي نابینا ماشوم په زړه کې حفظ دی. د قرآن په بېلا بېلو ماډلونو د لګښت په ځای پکار ده، چې له قرآن لوستونکو او تدریسوونکو ادارو سره مرسته وشي.
تر لاس لاندې کسانو سره ښه رویه همدا ده، چې لاس لاندې يې مه ګڼئ. هغوی انسانان دي. ستاسو په څېر ژوندي انسانان. د هغوی د جذباتو، احساساتو او ضرورتونو خیال وساتئ. خدای به مو راضي شي. کومه رویه چې له خپله ربه غواړئ، هماغه رویه له خپلو ماتحتو سره وکړئ. ماتحت هم ازمایښت دی او افسر هم ازمایښت. کوچنی که کوچنی پاتې نه شو، لوی به هم لوی نه شي پاتې. یوازې به انسانان لیدل کېږي.
د هر کار یو وخت وي او د هر وخت لپاره یو کار وي. بې وخته لمونځ، لمونځ نه شي باله کېدی. د حج خپلې ورځې دي. د روژې میاشت ده. د خوب وخت دی. د رزق د لټون وخت دی. د تعلیم یو دوران دی. د علم دور بېل دی. د خواهشاتو زمانې نورې دي. د فتحوحاتو ورځې نورې وي. د ماتې شېبې نورې دي. د عمل میدان بېل دی. د جزا او سزا وخت بېل ټاکل شوی دی. نه خوشالي تلپاتې ده، نه غم تل دوام کولی شي. هر کار په خپل ټاکلي وخت ښکلی و مناسب ښکاري، که نه بدرنګه و بدشکله!! د علم او عمل زمانې باید وپېژندل شي.
ښه موټروان هماغه دی، چې ډېر هارن ونه کاروي او بیا، بیا بریک ونه وهي. هارن د نورو د وېرولو لپاره دی او بریک د ځان لپاره زغم. په همدې ډول، ښه ژوند هغه دی، چې نه نور خلک ووېروې او نه يې ډېر وزغمې. په نورو د خپلې خوښې د مسلط کولو لپاره نور خلک وېرول کېږي او د نورو ناوړه خبره زغمل کېږي. خپله خوښه ځان سره وساتئ. د نورو خوښه، هغوی ته ور پرېږدئ، د هغوی خوښه بده مه ګڼئ. د ژوند سفر به مو ښه لنډ کړی وي. چا چې نور خلک خوښ کړي دي، هغه ارومرو خوښ کړای شوی دی. چا چې د نورو خیر غوښتی، د هغه ارومرو خیر غوښتل شوی دی. لنډه دا چې له نورو سره نېکي ځان سره نېکي ده. له نورو سره بدي، ځان سره بدي ده. له نورو سره نېکي زموږ نېکمرغي ده. له نورو سره بدي زموږ د عاقبت خرابي ده.
د خالق ګیله د مخلوق په مخکې مه کوئ او له مخلوق څخه د خالق په مخکې سر مه ټکوئ ــــــــــــــــ سکون به مو په برخه شي.
دین او دنیا ¬ـــــــــــــ له کوم شخص نه چې ښځه او بچي راضي وي، د هغه دنیا کامیابه ده او له چا نه چې مور او پلار خوشاله وي، د هغه دین کامیابه دی.
څوک چې رښتونی نه وي، هغه د کوم رښتوني انتظار نه شي کولی.
موږ یو عظیم قوم کېدلی شو، که بښنه کول او بښنه غوښتل پیل کړو.
تر ټولو لوی ځواک، د زغم ځواک دی.
د خدای په اسرارو پخپله خدای پوهېږي. د الله په خبرو الله پوه شه یا د الله حبیب پوه شه. موږ د خدای په رضا نه شو پوهېدلی، بلکې موږ خو په خپله رضا هم نه شو پوهېدلی. موسی علیه السلام په دې پوه نه شو، چې ملګری يې څه کوي. کښتۍ ولې ماته شوه. ماشوم ولې ووژل شو. د یتیم دېوال ولې ورغول شو. ـــــــــــ یو پیغمبر پوه نه شو. یعقوب علیه السلام پوه نه شو، چې ترې بېل شوی زوی يې په کوم حال کې دی. دا د خدای کارونه دي. که خدای ونه غواړي، نو څوک پرې پوهېدلی شي. خدای باید ومنل شي، په خدای پوهېدل مشکل دي. زموږ په غاړه تسلیم دی، تحقیق نه دی. تحقیق د دنیا وکړئ او تسلیم الله ته شئ. داسې نه چې موږ دنیا ته تسلیم شو او په الله تحقیق پیل کړو.
کوم انسان چې د خپلې وفا ذکر کوي، هغه په اصل کې د بل د بې وفايي ذکر را اخیستی وي ــــــــ وفا خو کېږي، له بې وفا سره.
ځینې خلک په ژوندوني هم مړه وي او ځینې له مرګه وروسته هم ژوندي.
د پیشرفت لپاره خواري او مجاهده ضروري ده، خو دا باید هېر نه شي، چې مجاهده له خره نه اس نه شي جوړولی.
دا د خدای لوی احسان دی، چې د انسانانو په دنیا کې غیرانساني مخلوق مثلاً پېریان، پرښتې او داسې نور په انساني شکل نه شي راتلی.
په مینه چې ورته وګورې، په ګلاب کې به رنګونه ووینې، خوشبو به ومومې. په نفرت ور وګوره، سترګو ته به دې ازغي ودرېږي.
په تیارو کې له لرې راتلونکی اواز هم د رڼا حیثیت لري.
د ولیانو په صحبت کې اوسئ ـــــــــــــــ سکون به مو په برخه شي.
مسؤلیت او شوق یو ځای کړئ ـــــــــــــــ سکون به مو په برخه شي.
د پیسو هوس او د وجود لذت چې ترک شي، ژوند اسانېږي.
د یو چا سکون مه ور خرابوئ ـــــــــــــ سکون به مو په برخه شي.
له زړه غلاظت او کینه وباسئ ـــــــــــــ سکون به مو په برخه شي.
د حقيقت لټوونکی يوه نه يوه وسيله په لاس، د حقيقت په تلاش پسې وځي. مثلاً يو ځای به يې لوستلي وي، چې حقيقت داسې دی، نو له همدې فکر سره راوتلی دی او کله چې دغه حقيقت په ګوتو ورشي، نو د هماغه فکر له مخې به يې پېژني. ګواکې د پېژندو معيار پخپله له لټوونکي سره وي او د همدې معيار له کړکيو حقيقت ته ګوري. که موږ سترګه د پېژندو وسيله وګڼو، حقيقت به د يوې منظرې په بڼه مخې ته راشي، د يوې څېرې په صورت کې به مخې ته راشي. که يوازې غوږونه راسره واخلو، نو حقيقت يوه نغمه ده. که زړه راسره يوسو، حقيقت دلبري ده. که له ذهن سره روان شو، حقيقت حيرت دی. که د ګدا غوندې ووځو، حقيقت به د سخاوت په شکل کې مخې ته راشي. که د سخي په توګه روان شو، حقيقت به د ګدايانو په منځ کې ومومو. لنډه دا چې لټوونکی چې په هر رنګ کې وځي، تلاش به يې هماغه رنګ خپل کړي او هر رنګ د حقيقت رنګ دی، په دې چې دې نړۍ کې باطل هېڅ شی هم نشته.
چا چې د مور او پلار ادب وکړ، اولاد به يې با ادبه شي ـــــــ که نه، نه به شي.
د اخرت سفر له همدې دنيا پيلېږي او له خدای سره تعلق د انسانانو په ذريعه جوړېږي. موږ ګناه له انسان سره کوو، نېکي چې کوو له انسان سره، سخاوت له انسان سره، رحم له انسان سره، رویه له انسان سره، مينه او کينه هم له انسان سره. الهي احکام له انسانانو سره په عمل کې ترسره کېږي. لمونځ له انسانانو سره په ګډه کېږي. جهاد له انسانانو سره د انسانانو په خلاف کېږي. امت د انسانانو اجتماع ده. قوم د انسانانو ټولګه ده. انسان په هېڅ مقام کې هم يوازې نه وي. په يوازيتوب کې د انسانانو يادُونه وي. په محفلونو کې د انسانانو څېرې. په بازارونو کې د انسانانو ګڼه ګوڼه. د ذکر و فکر مجلسونه له انسانانو سره. حتی جنازه هم له انسانانو سره. او د جنازې لمونځ هم له انسانانو سره.
که يو انسان يوازې په عبادت مشغول شي، لنډه موده وروسته به يې شاوخوا هجوم را ټول شي. جومات به جوړ شي. خانقا به جوړه شي. خيراتونه به جاري شي او په يوازيتوب کې مېشت انسان به د مجلسونو امير شي. ژوند د خپل ځان اظهار دی. اوس د غور وړ خبره دا ده، چې زموږ اعمال نامه څه ده؟ له خپل شاوخوا انسانانو سره زموږ د اړيکو نتيجه. د مور او پلار خدمت نېکي ده. د محتاجينو خدمت نېکي ده. وفا نېکي ده او د دې برعکس بدي. په خوب کې انسان يوازې وي. خو «هلته يې هم خوب کې وي له خيال سره اړیکه». په خوب کې له نېکيو محروم وي او له بديو خوندي وي. د انسان هر عمل په بل انسان پورې اړوند دی. ذاتي عمل يوازې يو دی او هغه سجده ده. په ټول لمانځه کې موږ د خلکو ذکر کوو. مثلاً د هغو خلکو ذکر چې د خدای انعام پرې شوی. د هغو ذکر چې د خدای غضب پرې شوی. د بې لارې او مخلصو او صالحينو ذکر. د حضرت ابراهيم او د هغه د عيال ذکر. د والدينو ذکر. د اولاد ذکر. د سپېڅلي پيغمبر او د سپېڅلې کورنۍ ذکر. دا ټول اذکار دي. انسانان مختلف صورتونه لري. د هغوی ذکر او په هماغه انداز ذکر، عبادت دی. نو زما عبادت، د انسانانو ذکر، د انسانانو د قرب، له انسانانو سره د سلوک، له هغوی څخه د لارښوونې د ترلاسي اسلوب، د هغوی له نيمګړتياوو، بې باکيو او بې لاریو څخه د ځان ساتنې د ادابو نوم دی. زما محو کېدنه او يوازيتوب يوازې یوه «سجده» ده. د همدې لپاره لازمه ده، چې سجده هېڅ کله قضا نه شي او له انسانانو سره ښه رويه بايد دوام وکړي، تر څو سکون مو په برخه وي.
د خپل د زړه تسکين څه چاره وګوره
د خدای له دې کوره نفرتوته وباسه
خوش بخته انسان هغه دی، چې په خپل بخت خوشاله وي.
انسان هغه مهال په پریشاني اخته کېږي، چې په زړه کې يې د يوه لوی هدف د ترلاسي ارمان وي، خو د هدف مطابق وړتيا ورسره نه وي. د سکون لپاره ضروري ده، چې يا خپل خواهش را کم شي او يا وړتيا زياته کړای شي. د هر خواهش د ترلاسي لپاره يو عمل دی. که عمل نه وي، خواهش يوازې يو خوب دی. موږ چې څه ډول عاقبت غواړو، هماغسې عمل بايد وکړو. بريا د خواریکښو لپاره، جنت د ايماندارو لپاره او اختر د روژه دارو لپاره دی.
د ظاهري رڼا موندنه د سترګو د بينايي کار دی او د باطن نور په منور زړه مونده شي او صادق په خپل صداقت پېژانده شي.
ستاسو د خپلې تسليمي نوم الله دی. په بيروني نړۍ کې د خدای بې شمېره اياتونه وي، خو ستاسو له خپل رب سره تعلق هماغومره دی، څومره چې ستاسو تسليمي او رضا ده.
تر ټولو ډېر بدبخته انسان هغه دی، چې انتهايي غريب وي او په خدای يې يقين نه وي.
ځينې خلک خپل ځان له خپل مسلک نه لوړ ګڼي او ځينې خلک خپل مسلک تر ځانه لوړ ګڼي. په دواړو حالتونو کې يې پايله پریشاني ده. ځان تر خپله ځانه لوړ ګڼل يا تر ځانه کم ګڼل انسان په اضطراب اخته کوي. مثلاً يو کس ووايي، چې زه دلته په مدیریت کې هسې خپل وخت ضايع کوم، که وزير وای، ډېر بهتر کار به مې کړی وو. يو بل انسان وايي چې زما لپاره وزير کېدل د مصيبت سبب دی. تر دې ښه وه، چې وکيل وای. په همدې ډول خلک له خپل اوسمهاله بېزاره وي. ډېر کم خلک وي، چې په خپل حال او حالت مطمئن وي.
د حق د لارې په مسافر د سفر په اوږدو کې سختي هم راځي او آساني هم. په سختيو کې د حق مېړني صبر ته پناه وړي او په اسانيو کې د شکر اسره اخلي. دغه سفر د سيند غوندې دی، چې له غرونو لمنه ور ټولوي خپله لاره لنډوي او په هوارو کې تر څنډو او غاړو پورې ځمکې اوبوي او بلاخره خپل هدف يعنې ناپايه سمندر ته ځان رسوي.
د هر فرد په زړه کې د قوم د خدمت جذبه بویه. جذبه له نیته سر نیسي، نیت یو علم دی او د علم لپاره یو عمل دی. د عمل لپاره د عمل میدان دی، او د عمل په میدان کې په عمل کې درشریک خلک چې نېک نیته وي، نو د عمل انجام به صحیح وي. همسفر دې چې همنظر نه وي، بریالیتوب نشته.
خپل ماحول ژور وځیرئ او په غور يې مطالعه کړئ. غور وکړئ، چې ستاسو مېرمنه او بچي، مور او پلار، عزیز او خپل، دوست او ملګری، ستاسو په اړه څه نظر لري. خلک ستاسو په وړاندې ستاسو په اړه څه وايي. ستاسو په نشتون کې ستاسو یادونه په کوم انداز کوي. کله نا کله په پټه خوله د خپل کور له مخې د اجنبي غوندې تېر شئ او فکر وکړئ، چې په دې کور کې به تاسو ترکله اوسئ. هغه وخت لرې نه دی، چې دا کور به وي، خو تاسو به نه وئ. هاله به دې کور کې څه روان وي. ستاسو تذکره به کېږي ـــــــ په کوم انداز؟
که د خدای محبوب ص نه وای، هېڅ به هم نه وو. او که هېڅ هم نه وای، یوازې الله به وو. او که یوازې الله وای، نو څه به وو؟ خلاصه دا ده، چې له موږ سره د الله او د الله د حبیب ص په مقام بحث نه ښايي. د الله په مقام د الله حبیب ص پوه شه او د حبیب په مقام خدای پوه شه.
هغسې چې وصال او فراق دواړه د محبوب ورکړه ده، په همدې ډول ورځ او شپه دواړه د لمر دوه مخونه دي.
د لمونځ کولو امر نه دی شوی، د لمانځه د اقامت امر شوی. د لمانځه اقامت هله شي، چې انفرادي او اجتماعي ژوند د الهي اوامرو په سیوري کې وي. اړینه ده، چې اسلامي ملت په یوه انداز او لوري د الله له حکم سره سم سفر وکړي. د مسلمان لپاره اړینه ده، چې په څه ډول په لمانځه کې خپل ځان د خدای په وړاندې ویني، په همدې ډول تر لمانځه وروسته هم ځان خدای ته مخامخ وګڼي او هېڅ عمل يې باید داسې نه وي، چې د ملي ګټو خلاف وي. په اولی الامر فرض دی، چې په خلکو لمونځ قایم کړي.
له تسلیمي وروسته، تحقیق بې لارې راوړي.
که بدي لټوئ، خپل ګرېوانه ته سر ښکته کړئ. که د نېکي په تمه یاستئ، په نورو کې يې ولټوئ.