Homeخبرونهد افغانستان او ترکمنستان ترمنځ به درېیمه ترانزیتي لار او بندر جوړ...

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ به درېیمه ترانزیتي لار او بندر جوړ شي

تاند (شنبه، د میزان ۱ مه) د طالبانو حکومت غواړي چې له ترکمنستان سره یوه نوې ترانزیتي لاره او بندر پرانیزي چې له دې سره به د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې درو ته ورسیږي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چې دا نوې لار به د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې جوړه شي.

د ښاغلي مجاهد په وینا د دې نوې ترانزیتي لارې د جوړېدو هدف دا دی چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تجارتي مالونو واردات او صادرات اسانه شي.

ده زیاته کړه:«موږ غواړو چې په بالامرغاب کې له ترکمنستان سره یوه نوې لار پرانیزو. کار روان دی، او د پروژې په اړه پرېکړه شوې ده. موږ له شرکتونو سره خبرې کوو چې د دې لارې د جوړېدو په باب ورسره قرارداد لاسلیک کړو، عملي کار به یې پیل شي.»

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي:«د اسلامي امارت د مشر له لارښوونې سره سم، دوی په بالامرغاب ولسوالۍ کې د تګ راتګ د نوې لار ځای په دقت پلټلی او د دې موضوع په اړه یې د سیمې د اوسیدونکو نظرونه پوښتلي دي.»

د دې نوي بندر جوړېدا به د بادغیس ولایت په تېره بیا بالامرغاب ولسوالۍ، چې د دغه ولایت تر ټولو لویه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده، له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

له ترکمنستان سره افغانستان دوه بندرونه لري چې تر ټولو مهم یې د تورغونډۍ بندر دی چې اوس په هرات ولایت پورې اړوند دی. دغه راز د اقینې بندر په فاریاب ولایت پورې اړوند دی.

2 COMMENTS

  1. ولى يى هغه نورى دعوه بروژى د تابي أو كأسا زر د پاكستان په نغوته وحندولى جى دا كار خو باكستان وكر أو جنگ ته یی دوام وركرى وو أو د هيواد لويدیحى برخى يى ناارامه كری وى. هغه خو د دوى جنگ نه، بلكى د پاكستان جنك وو أو دوى مخته يوور.

  2. ښه کار دی، خو د طالبانو موخه لدې ګام څخه سیاسي او د بالامرغاب پښتانو ته، چې په شل کلنه جګړه کې یې طالبانو ته لویې قربانی ورکړي یو څه عملي خدمت کول دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...