جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد امریکا او طالبانو استخباراتي چارواکو په دوحه کې خبرې وکړې

د امریکا او طالبانو استخباراتي چارواکو په دوحه کې خبرې وکړې

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۷ مه) امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هیواد جګپوړو چارواکو له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي دي.

فاکس نیوز وايي، معلومات یې ترلاسه کړي چې  د ولسمشر بایډن ادارې د سي آی اې مرستیال ريیس ډیوید کوهین د قطر پلازمېنې دوحې ته استولی او پرون (شنبه) یې د طالبانو د استخباراتو د ريیس عبدالحق وثیق په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي.

په دې اړه نیویارک پوسټ ورځپاڼه وايي، دا له کله چې د جولای په ۳۱ مه د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شو، د طالبانو او امریکايی چارواکو ترمنځ لومړۍ کتنه ده.

سي این این تلویزیون وايي چې د طالبانو د استخباراتو د ريیس په مشرۍ پلاوي سره د سي آی اې د مرستیال ريیس د کتنې په مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم حاضر و.

سي آی اې او د امریکا د بهرنیو چارووزارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

وروسته له دې چې امریکا ته څرګنده شوه چې طالبانو د القاعده مشر ایم الظواهري ته پناه ورکړې ده، له طالبانو سره د خبرواترو بهیر ودراوه ځکه چې دا کار د دوحې د موافقې ښکاره سرغړونه وه.

طالبانود دوحې په تړون کې ژمنه کړې چې القاعده ته به پناه نه ورکوي.

له دې سره په یو وخت د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړه کړې چې نور به د امریکا بې پېلوټه الوتکې په افغانستان کې یوازې د ده په امر برید کوي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په قول ویلي چې له دې وروسته به په افغانستان کې د بې پېلوټه الوتکو د برید حکم په خپله ولسمشر تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب