ملا نصر الدین یې له زوی سره په خپل خره پسې روان وو، له یوه کلي په تېریدو ګوري چې پیتاو ته ناست خلک یې پر ساده توب او بېعقلۍ خاندي، چې خر یې جره روان کړی او دوی پلي پسې ځغلي…
ملا صاحب پر خر سپور شو، خو لږ وړاندې یې کتل چې خلک دده په سخت زړۍ اسویلي باسي، چې غټ پنډ سړی پر خر سپور دی او ماشوم یې پلی پسې روان کړی…
ددغه خبرې په اورېدو ملا له خره کوز او زوی سپور کړ- له څه مزل وروسته د جومات مخې ته پنډو کسانو خپلو کې ویل: اخره زمانه ده، دې بې حیایي ته ګوره، بوډا پلار یې پلی روان دی او ژڼی زوی یې نشه پر خره سپور دی – له دغه خبرې سره ملا هم له زوی سره پر خره سپور شو. وړاندې د خلکو یوې ډلې پرې را باندې کړه: دا څه ظلم دی…؟ دوه کسه غبرګ پر خره سپاره دي آخر دا بې زبانه هم د خدای پیدا دی…
ملا حیران و چې څه وکړي، چې په هېڅ کې یې څوک نه پرېږدي – دا پاتې وه چې خر یې پخپلو اوږو اخیستی وای…
چې ټیټ ګرځې وایي، لومې دې وشلولې، چې دنګ ځې وایي مرغۍ دې والوزولې – د چا به مني او کومه کومه به یې منې…؟
د دوحه پر دفتر د طالبانو د امارت لوحه او بېرغ د موازي حکومت اندېښنه او هېواد د وېش توطئه وګڼل شوه، خو چې را کوز یې کړل – طالبانو ته یې د پېغور ګوته لکه کړه او د بېرغ او لوحې په ټیټولو یي پړه وپېژندل – ولسمشر پخپله وینا کې وویل چې بهرنیو هېوادو کې نه د طالبانو سر خوندي پاتېدای شي نه بېرغ… داسې ښکارېده لکه د لوحې او بېرغ ټیټولو له امله ولسمشر طالبانو ته خپله خواخوږي او غمشریکي وړاندې کوله…
په داسې حال کې چې لوحه او بېرغ له ټولو وړاندې ولسمشر دسیسه ګڼله، چې دده په وینا افغانانو شنډه کړه، خو د شنډولو لپاره یې ارګ خپل عرض ښایي سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړی وای…
که لوحه او بېرغ دسیسه وه ښایي د لیرې کېدو یې هرکلی شوی وای، نه د پارونې ډکه خواخوږي او غمشریکي…؟
د افغانانو ژوند او حیثیت هېواد کې دننه چېرې خوندي دی چې پاکستان، ایران او قطر کې یې سړی خوندي وګڼي… پوښتنه دا ده چې د افغانانو ژوند، عزت او حیثیت چا برباد کړ؟ حکومت، طالبانو که جنګسالارانو… که دوی ټولو؟
د قطر دفتر او د امارات لوحه او بېرغ به دسیسه وه که نه، خو طالبانو یې په لیرې کولو د سولې او خبرو پر ضد یوه دسیسه شنډه کړه…؟
یوه ورځپاڼه کې مې طالبانو ته د قطر له دفتره د لوحې او بېرغ لیرې کولو پېغور په دې ټکو لوست: « … په قطر کې وروستۍ چاره ستاسې د هغې رسوایۍ تر ټولو ستر او نه هېریدونکی ثبوت دی چې پر یوه ورځ مو د اسلام بېرغ پورته او خپل هویت ښکاره کړ، خو بیا لا شپه نه وه تېره چې د آی. ایس. آی او اوباما لالا په لارښوونه مو د اسلام جنډه د سترګو په رپ کې کوزه کړه…».
زموږ روڼاندو یوه ستونزه دا ده کله ناکله په ځان پوه نشو چې څه وایو او کاږو…؟
که طالبان د ملګري په وینا د اسلام بېرغ په ټیټولو پړه پېژنو، ددغه بېرغ د ټیټولو غوښتنه او غبرګون پړه نشو پېژندلی…؟ – که د اسلام جنډه یې ګڼو، بیا څرنګه د دسیسې په سترګه ورته کتلی شو… ؟
طالبانو ته د آی. ایس. آی پر پېغور د سړي سر خلاصېدای شي، خو د امریکا او اوباما لالا پېغور څرنګه د طالبانو غاړې ته غورځولای شو… ؟
طالبانو ایله د سړیتوب کار وکړ چې د لوحې او بېرغ په اړه یې نزاکت پاموړ وګاڼه، په دې اړه یې خبره واورېده، ویې منله، لوحه او بېرغ یې لیرې کړل… دا د پېغور د شاباس او افرین ځای دی، دا نه چې ګني طالبان له تور او پېغور پاک دي، خو ښو ته د بدو او پېغور په سترګه کتل هوښیاري نه ده…
دا خلک له طالبانو سره د ملانصرالدین کانه کوي، د لوحې او بېرغ درولو کې یې هم نه پرېږدي او په لیرې کولو کې هم… ؟