جمعه, مې 3, 2024
Homeمیرمنښځه او زموږ لید لوري | نسیم سبا

ښځه او زموږ لید لوري | نسیم سبا

عجیبه ده کله چې د ښځو او د دوی د حقوقو اړوند بحث رامنځته کېږي، زموږ کوچني لیدلوري او واړه مغزونه یوازې د ښاري ښځو ژوند ترسیموي، د دوی قواره، قیافه، لباس، سلوک، ناسته او ولاړه زموږ په ذهنونو کې را تاو شي، پروسس شي او په پایله کې د ښځو او د دوی د حقوقو په اړوند یو غلط، منفور او له مذهبي او دیني ارزښتونو څخه لرې یو بد قضاوت هم زموږ په اذهانو کې ځان جوړ کړي.
موږ فکر کوو چې ښځې یوازې په کابل او ښارونو کې دي، په کار دا ده چې په دې برخه کې د کلیو او بانډو د ښځمنو په اړوند هم د څه حقوقو غوښتونکي شو، یوازې په ښارونو او پلازمېنه څلوردېرش ولایته نه شي خلاصه کېدای او نه هم د ټولو ښځو حق په څو محدودو او معدودو هغو باندې ادا کېدای شي.
دا ذهنیت دوه علته لري:
یو دا چې د افراطیت، بې موډه، بې رقمه او د ټولنې له نبض نه په ناخبره توګه شوي تبلیغات دي، چې یوازې او یوازې یې ښځې کورني تاوتریخوالي ته هڅولې دي، طغیان او د کورنۍ د هر غړي له حقوقو څخه یې سرکشۍ ته تشویق کړې دي.
بل دا چې موږ د اسلامي ارشاداتو او روایاتو څخه چې د ښځو او د دوی د حقونو په اړه راغلي، نا خبره یو، ښځې د دوی حقونه، د دوی ژوند، د ژوند هدف یې، ټولنیز مکلفیت یې او نور په لسګونو وجایب یې نه تعریفولای شو او نه حدود ورکولای شو.
همدغه دوه لوی عوامل دي چې موږ تل د ټولنې د تعادل، ثبات او ټیکاو د رامنځته کولو په چاره کې پاتې راولي.
که موږ وغواړو یا نه مهمه نه ده، بلکې واضحه خبره ده چې ښځه یو داسې موجود دی چې هم د ټولنې نیمه برخه تشکیلوي او هم د ټولنې په جوړولو کې ارزښتناک او مهم رول لوبوي.
وګورئ د یوې کورنۍ د نظم، انسجام، ترتیب، تربیې، تعلیم او نورو اړخونو د سنبالتیا له پاره یوه ښځه د نارینه په نسبت څومره اغېزمنه تمامېږي.
دا فورمول په ټوله ټولنه کې په همدې توګه د تطبیق او عملي کېدو وړ دی.
ښځه ده چې خپل بچیان روزي، دالاهو خوږ غږ د لومړي ځل له پاره د مور له خوا خپلې ماشومې او ماشوم ته اورول کېږي.
د بېروني ټولنې سره د ماشوم د عیارولو هڅه د ښځمنو له خوا ترسره کېږي، چې په دې کې هم ډېرې بریالۍ دي.
میندې دي چې د ټول بشریت د تداوم، نسلي تسلسل او د بشري ټولنې د امتداد سبب ګرځېدلې دي.
موږ باید هڅه وکړو چې په ټولنه کې د هرې ښځې سره د مخ کېدو په حال کې د خپلې مور، خور، ترور او نیا  درلودلو سپېڅلي احساسات تازه کړو.
د ټولنې هرې تور سرې ته د خپلې کورنۍ د ښځمنو په توګه د دوی د شخصي او خصوصي حریم د ساتلو خیال وکړو.
هڅه وکړو چې د سالمو کورنیو روزنیزو، پوهنیزو او اغېزمنو مباحثو فرصتونه هم له لاسه ورنه کړو، که موږ روغې کورنۍ ولرو، شک نه پاتې کېږي چې موږ به روغه او سالمه ټولنه هم ولرو، هغه اخلاقي پرازیټونه چې د بېلابېلو ادارو، بېرونیو غیر اسلامي او اخلاقي سازمانونو له خوا زموږ په پاکه ټولنه کې خپاره شوي او یا یې د خپرېدلو هڅه کېږي، نو په اسانۍ سره به یې کنټرول او مخنیوی وکړلای شو.
ښځې د اسلام د مقدس دین په دایره کې مهم ځای او لوړ مقام لري.
په دې هیله چې د ښځو د تعلیم، تحصیل، کورني او ټولنیز حق اداینه وکولای شو  په هغه توګه څرنګه یې چې اسلام لارښوونه کوي.
په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب