چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهفلیپیو ګراندي: د اوکراین د کړکېچ لپاره باید افغانستان ته شا وانه...

فلیپیو ګراندي: د اوکراین د کړکېچ لپاره باید افغانستان ته شا وانه ړول شي

تاند(یکشنبه، د حوت ۲۲ مه) د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر په یوه ټویټ کې لیکلي، سره له دې چې په اوکراین کې حالات کړکېچن دي، د افغانستان کړکېچ باید هېر نه شي.

فلیپو ګراندي وویل، د انتالیا د دیپلوماسۍ فورم ټولو برخوالو موافقه وکړه چې د اوکراین په خاطر باید افغانستان ته شا وانړول شي.

ګراندي پر خپله ټویټرپاڼه همداراز کښلي«سره له دې چې د اوکراین حالات خورا ترینګلي دي، نور بحرانونه، او انسانانو ته یې غواقب باید هېر نه کړل شي.»

د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر زیاته کړې«له همدې کبله خوشاله یم چې افغانستان ته ځم، هغه ځای ته چې ملیونونه انسانان د خپلو لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي.»

ملګري ملتونه وايي چې تر ۲۳ملیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. په همدې منځ کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (آی آر سي) ویلي په اوکراین کې له سختې جګړې او د څه باندې دوه نیم ملیونو خلکو له کډوالېدو سره سره نړۍ باید د افغانستان پر کړکېچ سترګې پټې نه کړي.

د اوکراین د جګړې له پیلېدو وروسته د نړیوالو ټول پام دې هیواد ته اوښتی او اروپايي هیوادونو اوکرایني کډوالو ته نه یوازې غېږې پرانیستي بلکې په خلاص لاس مرستې ورسره کوي.

له همدې کبله په اروپايي پارلمان کې د آیرلنډ استازې کولر ډالي تېره اوونۍ په دې سخته نیوکه وکړه چې نړیوالو په تېره بیا اروپایانو په افغانستان کې انساني بحران هېر کړی او له همدې امله د افغانانو وضعیت لا ترینګلی شوی دی.

دې وویل، ولې څوک د افغانستان بحران نه یادوي خو ټولو پام اوکراین ته اړولی دی.

1 COMMENT

  1. دې وویل، ولې څوک د افغانستان بحران نه یادوي خو ټولو پام اوکراین ته اړولی دی.

    دا پاسنۍ خبره چه شوې ده، زه سند او ژوندی سویسۍ شاهد لرم چه د سویس دولت ویلی ؤ چه افغانان انسان نه دي او تر حیواناتو هم بدتر دی. او سند په یو کتاب کې چه یو سویسی یا آلمانی د «تور او سپن» په نامه لیکلی دی وايي چه د «الفونس» په نامه چه د یو بانک والا د سویس ؤ، یو خط يې له کانګو ملک نه خپل بانکوالو او کورنۍ ته لیکلي دي چه:«څرنګه چه دغو خلکو ته کورم، دوی نه انسان ته ورته دي او نه حیوان ته»، د دغه خط کاپي هم په دې کتاب کې سند دی. له سر نه تر اخره په سویس او غربي اروپایي ممالکو کې خارجیان د خنزیر نامه لاندې یادېږي.
    نو د هغې پاسنئ کرښې ځواب دا دی چه موږ د انسان حیثیت اروپایانو ته نه لروو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب