جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد اروپايي اتحادیې استازی، پر افغانانو باید هیڅوک هیڅ ډول حکومت ونه...

د اروپايي اتحادیې استازی، پر افغانانو باید هیڅوک هیڅ ډول حکومت ونه تپي

تاند(یکشنبه، دحوت ۲۲ مه)  د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکلسن وايي، پر افغانانو باید هیڅ ډول حکومت او حکومتي جوړښت ونه ټبل شي.

نیکلسن دا خبره وروسته له دې پر خپله ټویټرپاڼه کښلې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ترکیې په انتالیا کې وویل چې باید هیڅوک هڅه ونه کړي چې پر افغانستان د خپلې خوښې حکومت تحمیل کړي.

متقي غوښتنه وکړه چې نړیوالو ته پکار دي چې د فشار پر ځای د طالبانو له حکومت سره همکاری وکړي.

امیرخان متقي په انتالیا کې همداراز وویل، حکومت یې داسې بهرنۍ تګلاره غوره کړې چې له هیچا سره په ټکر کې نه ده او دوی نه غواړي چې افغانستان بیا د نړیوالو د ټکر پر مرکز بدل شي.

ښاغلي متقي له نړیوالو وغوښتل چې له افغانستان سره دې د روانو ستونزو په هواري کې مرستې وکړي.

په همدې حال کې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ویلي چې په افغانستان کې باید د ښځو او نارینه وو په شمول ټولو ته اجازه ورکړل شي چې د هیواد په تصمیم نیولو کې ګډون وکړي.

د طالبانو پر حکومت د نړیوالو له لوري فشار دی چې ښځو ته هم ونډه ورکړي. حاضردمه طالبانو یوازې په روغتیا وزارت او امنیتي سیکتور کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي. خو داسې ښکاري چې طالب مشران د دې لپاره چې یو شمېر لا تنګ نظر عناصر یې خوابدي کړي نه وي، د ښځو د کار په برخه کې د نړیوالو غوښتنه پوره نه شي عملي کولی.

په همدې حال کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت امر کړی چې د روغتیا په سیکتور کې دې د ښځینه او نارینه کارکوونکو د کار ځایونه بېل کړل شي.

1 COMMENT

  1. تالبان پدی خبرو چی ټول نړیوال شرایط يی پوره کړی او حکومت يی ټول شموله دی یوازی او یوازی خپل ځانونه تیرباسی

    که نړیوال د تالبانو حکومت په رسمیت هم و پیژنی دا کار هغه کورنی مشکلات چی ددوۍ انحصار ی واکمنۍ او کار اهل کار ته نه سپارلو را منځ ته کړی نه شی حل کولی او پایلی به يی د هغو رژیمونو نه بل ډول نه وی چی ددوۍ نه مخکی په زور واکمن شوی وو او خپل ځانونه يی د افغانستان بر حق او مشروع واکمنان ګڼل.

    مخکی له دی چی افغانستان د یوی بلی غمیزی او ناورین سره مخامخ شی اوسنی زورواکانو ته پکار ده چی د افغانستان اساسی او بنیادی مشکلات په نظر کی ونیسی او دولس رایو ته اهمیت ورکړی او د یو داسی حکومت د جوړولو لپاره ګا مونه پورته کړی چی په رښتینی ډول پراخ بنسته او دافغانستان ټولی پرګنی پکی خپل ځانونه ووینی
    او هغه خلک چی په کارپوه وی او په درغلیو او خیانتونو کی لاس ونه لری په کارونو وګماری چی پدی کی میرمنی او سړی شامل وی.

    که څه هم زه پدی باور نه لرم چی تالبان به دولس رایو ته اهمیت ورکړی ځکه چی دوۍ چی د واک ته د رسیدو نه مخکی کومی خبری او وعدی کړی وی هغه يی د خپو لاندی کړی دی او یوازینې هدف يی اوس د نړیوالو نه د رسمیت پیژندلو غوښتنه ده.

    که چرته تالبانو د ولس رایو ته احترام درلودی نو هیڅکله به يی عام ولس د ملی بیرغ سره د مینی له امله په عام محضر کی نه بی عزته کولی، ځورولی او ذلیله کولی خو په پوره ډاډ ویلی شو چی تالبان د ولس د رایو احترام نه بلکه په خپل زور باور او اتکا کوی او دا کار ددې غمازی کوی چی افغانستان به خدای مکړه يو ځل بیا د کورنیو جګړو په لمبو کی یو وار بیا وسوځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب