جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهافغانان ۳ ورځې وخت لري چې له پاکستانه بې وېزې خپل هیواد...

افغانان ۳ ورځې وخت لري چې له پاکستانه بې وېزې خپل هیواد ته ستانه شي

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۲ مه) پاکستان نن اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې مېشت افغانان د سې شنبې تر ورځې اجازه لري چې له وېزې پرته د تذکرې په ښوولو افغانستان ته ستانه شي.

پاکستان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تذکرې او بې وېزې پاسپورټ خپل هیواد ته د افغانانو ستنېدا منع اعلان کړې وه.

په همدې حال کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت هم  پرون وویل، هغه افغانان چې د تورخم او سپین بولدک په دروازو کې بند پاتې دي، په را روانو درې ورځو کې خپل هیواد ته ستنېدای شي.

سفارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې ویلي:«په تیرو وختونو کې یوازې هغه افغانان افغانستانه ته ستنېدای شوای چې تذکره یا د مهاجرت کارټ او یا هم په ځینو مواردو کې یې بې ویزې پاسپورت درلود خو د سفارت په هلوځلو دا ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شریکه شوه او له هغوی یې د حل غوښتنه وکړه.

د خیبرپښتونخوا لور ته په تورخم کې په پښتو او اردو ژبو په نصب شوي اعلان کې ویل شوي:«ټولو ته خبر ورکول کېږي چې په تذکره افغانستان ته د افغانانو پر تګ بندیز دی. نو افغانستان ته د تلو لپاره تورخم ته مه راځئ.»

په پاکستان کې ډېر افغانان له کلونو راهیسې بې وېزې اوسي. نو ګرانه ده چې په دومره لنډ وخت کې دې اکثره پاکستان مېشتي افغانان ځان خپل هیواد ته د ستنېدو لپاره چمتو کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب