دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهکندهار کې يو ځوان او ننګرهار کې يوه ماشومه وژل شوي دي

کندهار کې يو ځوان او ننګرهار کې يوه ماشومه وژل شوي دي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۲ مه) په کندهار او ننګرهار ولايتونو کې د يوه ځوان او يوې ماشومې د وژل کيدو خبرونه ورکړل شوي.

په کندهار کې د وژل شوي ځوان په اړه ځایي سرچينو ويلي، چې په اوومه امنيتي حوزه کې نا څرګندو موټر سايکل سپرو وسله والو ودرولی او بيا وژلی دی.

 د طالبانو د امینه قومندانۍ وياند محمد آصف حکیمي د نوموړي وژل کیدل تایید کړي او ویلي، چې وژل شوی ځوان عام وګړی و.

حکيمي وايې، امنيتي ادارو د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې پیل کړي دي.

بل لور ته: د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې یوه درې کلنه نجلۍ نا پیژاندو کسانو تښتولې او وژلې ده.

  یوه ځايي اوسیدونکي الفت شینواري

 وویل، چې ياده نجلۍ پرون غرمه د «۲۶ مې ویالې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وایي، د پېښې په اړه یې ځایي طالب چارواکو ته خبر ورکړی خو، تراوسه یې په اړه څوک نه دي نیول شوي.

په وروستيو کې له مختلفو ولايتونو څخه د داسې پېښو د زیاتېدو راپور ورکول کېږي، خو ادعا کیږي چې طالبانو د دوی په لاس د شویو قتلونو او نیونو تر څنګ د هر ډول امنيتي خبرونو په خپریدو بنديز لګولی دی.

د خبریالانو په اړه هم تل ویل کېږي، چې سختو فشارونو سره مخ دي، څو د ناوره امنيتي وضعیت پېښې رسنيزې نه کړي.

د طالبانو ځينې مشران او وياندويان تل ادعا کوي، چې نا امني او جګړه یې په افغانستان کې صفر کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب