جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد کانتینینتل حمله؛ د حقاني خبرې د ګڼو کسانو له تبصرو او...

د کانتینینتل حمله؛ د حقاني خبرې د ګڼو کسانو له تبصرو او ملنډو سره مخامخ شوې

حقاني وایي، رسول الله (ص) د کابل په کانټینټل هوټل باندې د ځانمرګو عملیاتو مشري پر غاړه لرله

تاند(دوشنبه، د حمل 22) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو وزیر سراج الدین حقاني څرګندونې، چې ویلي یې دي د کابل په کانټینټل هوټل باندې انتحاري عملیات د اسلام د ستر پیغمبر محمد رسول الله (ص) تر مشرۍ لاندې شوي، په ټولینزو رسنیو کې د ګڼو خلکو له تبصرو سره مخامخ شوې دي.

په یوه غږیز پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ښاغلی حقاني وایي چې دا خبره د هغه له خوا د ځانمرګو بریدګرو د توظیف شوې ډلې مشر ورته د ټیلیفون له لارې وکړله.

د کابل په کانټیننټل هوټل باندې، چې په ۱۹۶۹ کال کې جوړ شوی،‌ ۲۰۰ خونې او ۴ رسټورانټونه لري او په افغانستان کې د جنګ له پیل کېدو څخه مخکې یې څو ځلې نړۍ والې جایزې ترلاسه کړي، د تېرو شلو کالونو په ترڅ‌ کې دوه ځلي ترهګریز بریدونه وشول.

ویل کیږي چې دغه بریدونه د حقاني شبکې له خوا، چې کارپوهان یې د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی اېس آی) یوه څانګه بولي تنظیم شوي وو.‌

یاده دې وي چې د آی اېس آی بنسټ د ۱۹۴۸ د جنورۍ په ۱ د یوه استرالیایي انګلیس ډګرجنرال رابرت کوتهوم له خوا اېښودل شوی دی. نوموړی تر ۱۹۵۹ پورې د دغې ادارې ريیس و.

په لومړي ترهګریز برید کې چې د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۸مه وشو او د ۹ ځانمرګو بریدګرو په شمول ټول ۲۱ کسان په کې ووژل شول، او په دویم برید کې چې د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۲۰مه وشو او ۱۲ ساعته یې دوام وکړ ۴۲ کسان ووژل شول چې ویل کیږي ټول یې ملکي افغانان او بهرنیان ول.‌

سراج الدین حقاني چې د خپل پلار جلال الدین حقاني تر مرګ وروسته د حقاني شبکې مشري ور تر غاړې ده او د طالبانو په روان حکومت کې د کورنیو چارو وزیر دی، په خپل دغه غږیز پیغام کې چې د ثبت نېټه یې معلومه نه ده، وایي، «…عملیات شروع کړي دي. ښه په خړپ جنګ روان دی. دې وخت کې حافظ بدرالدین ورسره په تیلیفون خبرې کوي، ماته راغی حافظ صیب چې خلیفه صیب یو انتهایي دروند، درنده غوښتنه ده خو زما په وس نه ده پوره ځکه چې اخري مرحله ده، استشهادیانو یوه غوښتنه وکوله چې خلیفه صیب مونږ سره په تیلیفون وغږېږي،»

نوموړي که څه هم دغه شېبه پردي زامن د جنګ لمبو ته لېږلي خو پخپله په ټیلیفون باندې د نه غږېدلو او د مرګ له وېرې د پټېدلو راز افشا کوي او زیاتوي، «په دې وخت کې زه په ټیلیفونه کې نه غږېدلم. غالبا دا مولوی صیب بدرالدین به هم له ما سره په هغه وخت کې ناست وو، خو ما وویل چې دوی به یا پنځه ملنټه وروسته یا ګهنټه وروسته شهیدان کیږي،‌ دا یو ارمان یې دی د الله د دین په خاطر باندې تر ځانونو تېر شوي دي، بس که هر څه خطر جوړېږي زه د تیلیفون ځای ته ورته برابر شوم،»

ښاغلي حقاني وایي، «چې څنګه مې له حافظ کلیم الله سره سلام واچاوه، دا داسې خبرې دي چې اوس دا اهل الله او دا صوفیان کرام په دې شیانو باندې پوهېږي، الحمدلله ټول علماء یئ. چې سلام مې ورته ویل چې حافظ کلیم الله راته وویل چې خلیفه صیب د الله په ذات مې دې قسم وي چې حضور پاک (ص) زمونږ د عملیاتو مشر دی. دغه دی دلته په دروازه کې راته ولاړ دی،»

د حقاني د خبرو په دې ځای کې له حاضرو کسانو څخه یو د تکبیر غږ کوي او نور په الله اکبر ځواب وایي، او بیا د مجلس برخه وال په چیغو ژاړي،‌ او نوموړی د خپل بریدګر کس له قوله زیاتوي، «مونږ د خپل زړه ارمان پوره کړی دی، دومره کفار مو مردار کړي دي چې مونږ صرف د شهادت په انتظار یو،»

د دغه دوه دقیقه یي غږیز کلېپ په وروستۍ برخه کې بیا حقاني خپلې خبرې بل ډول اړوي، له حقیقت نه مجاز او له ویښې نه خوب ته ځي او وایي، «له دې نه وروسته چې دوی شهیدان کیږي زمونږ د یوه ملګري خوب دی، د حالاتو کیفیت دی، هغه وایي چې حضور پاک (ص) د یوه مسجد په سر باندې ناست دی د کانټیننټل هوټل استشهادیانو ته سند لیکي…)

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر نه دي ویلي چې رسول الله (ص) ولې د نړۍ ۵ نیم زره ملیون غیر مسلمانان په خپل ځای پرېښودل، او یوازې د داسې یوه هېواد په نړۍ وال هوټل باندې یې عملیات کول چې ۹۹.۹۹٪ خلک یې مسلمانان دي، اساسي قانون یې په اسلام بنأ وو، په لسګونو زرو جوماتونو کې یې پنځه وخته په جماعت لمونځونه کېدل… خو د جلال اباد پخواني ښاروال او مدني فعال نقیب احمد اتل پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، اسراییل هم پرېږدي، د مکې په لس کیلومترۍ کې د لیډي ګاګا کنسرت هم پرېږدي، د خلیفه اردوغان له ډانس کلبو هم راتیریږي، د دوبۍ پی مخو ته هم څه نه وايي، د هیرا منډيي مجرا وال هم پرېږدي…راځي راځي راځي…. په کابل کې پر کانټیننټال برید رهبري ګوي. درود پر سردار کونین صلی الله علیه واله وسلم.‌

5 COMMENTS

  1. دوی حرامیانو طالبان په مدرسو کی داسی ساتلی چی له بهر نړی سره باید هیڅ تماس ونلری. په همدی مفکوره یی روزی خلیفه ورته توبه نعوذ بالله خدای ښکاری. حقانیانو طالبانو د آی اس آی د خپلو شخصی ګټو په موخه لکه خره استعمال کړل دوی ورته د خیر په غونډی ناست طالبان ورته لکه سپی جنګ کوی.

  2. دا خوبونه او خیالونه یوازې دوی نه ویني.‌ دا به د تنظیمونو مشرانو او کشرانو هم لیدل او ابلې خواته د کمونستانو طرف ته به خلکو لینن او ستالین په خوبونو کې لیدل چې ورته یې ویل چې خپل وطن وران کړئ. خدای دې دوی په خپل قهر او غضب اخته کړي چې افغانان یې در په در او د هر چا محتاج کړل.
    دا د احمق زوی نه پوهیږي چې پیغمبر ولې ورته ویل چې خپل وطن وران کړئ؟ دا د پاکستان سپي ول هغوی به چې هر څه ورته ویل هغه به یې کول.

  3. دروغ ویل کبیره ګناه ده خو په جناب حضرت محمد مصطفي ص د الله تعالي په وروستي پیغمبر پسې دروغ ویل د آی اس آی او د هغوی د بړېڅو د منافقت ښکاره نښه ده . دوی دومره جاهل او احمق دي چې ټول مسلمانان ورته کاڼه او ړانده ښکاري . الله تعالی تر ټولو ښه منتقم او علیم ‌ذات دی .

  4. دا د غل او کباړي جلال الدین ځوی افغان ندی نه کوم اسلامی زده کړې لری د ای اس ای قاتل جاسوس او غلام
    دی. د همدې غلامی په بدل کې ورته ای اس ای په پیښور، میرانشا، پینډی او اسلام اباد کې زیات جایدادونه ورکړی او هم یې ورته پاکستانی تابعت ورکړی. امریکایانو سره یې هم ارتباط لاره او د پیسو مقابل کې به یې ورته په وزیرستان او نورو ایجنسیو کې عربان په ګوته کول.
    هیڅ افغان ندی او نه افغانستان ته وفادار دی یواځې پاکستان ته وفادار دی.

  5. د حقانی د احمقانه څرکندونو د څرنګوالی تر تحلیل به پښه واړوو او یوه بله فنی! مسئله به وڅیړو:
    《 خلیفه 》په مختلفو ټولنو او فرهنګونو کی مختلف تعابیر لری. په اسلامی – تاریخی ادبیاتو کی خلیفه د اسلامی نړۍ مشر ته وائی ( البته دا یو عمومی تعبیر دئ ).
    امّا
    د کابل خلګ د بس چلوونکی ته خلیفه وائی.
    زموږ په سیمه کی خلګ سلمان او دلاک ته خلیفه وائی.
    او ځینی خلګ دلاک دوو ډلو ته وائی:
    سلمان یا د وریښتانو غوڅوونکئ
    خلیفه یا هغه څوک چی د هلکانو د خِتنې چاری اجراء کوی.
    زموږ په فرهنګ او مذهب کی د هلکانو خِتنه کېده یوه واجبه کړنه ده او بې ختنې ځوان اصلاً شتون نلری خو د بده مرغه هغه کس ( دلاک یا خلیفه ) کوم چی دا مهمه دینی – کلتوری دنده تر سوه کوی په هغه ښه سترګه نه ور ته کتل کیږی کوم چی ښائی.
    نو
    خبره می دا ده چی:
    دا انګریز په استخباراتو کی روزل سوی د جلال الدین حقانی کورنۍ ( خصوصاً ) سراج الدین حقانی ځکه د خلیفه لقب ګټلئ دئ چی ډیر خره پښتانه ئې په فکری او عقیدتی توګه خِتنه کړی دی.
    بله خبره دا ده چی:
    که څه د تاریاکو د کښت بندیز د ستائنی وړ دئ خو د لندن استخبارات دومره کافی اندازه تاریاک ذخیره کړی دی چی وکولای سی داسی درمل ترې جوړ کړی چی حقانی او د حقانی مُریدانو ته ور تزریق او د هغوی تر سترګو هر 《 دوغ آباد 》 د جنت کوڅه و ایسی او انتحاری حملو ته چمتووالئ وښئی.
    نو داسی کیسې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب